1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتانياهو پر ايران باندي د حملې د ملاتړ لټه کوي

۱۳۹۱ شهریور ۱, چهارشنبه

د اسرائيلو لومړی وزير په دې تلاښ کي دئ، چي له بېلابېلو سياسي گوندونو څخه، پر ايران باندي د پوځي حملې موافقه تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/15tzy
انځور: Reuters

د فرانسې خبري آژانس د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست۲۱) د اسرائيلو د ورځپاڼو په حواله ليکلي ول، چي د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتانياهو پر ايران باندی د حملې له پاره د خپل ائتلافي دولت د ملاتړ د پراخولو په خاطر خپل يو مرستيال د «شاس» گوند د روحاني مشر رابی عوفاديا يوسف د ليدلو له پاره ور لېږلی دئ.

شاس يو سخت دريځه گوند دئ، چي د بنيامين نتانياهو په ائتلافي کابينه کي گډون لري. اسرائيلي رسنيو تر دې دمخه خبر ورکړی وو، چي يوسف په حکومت کي خپلو خلکو ته لارښووني کړي دي، چي پر ايران باندي له هري هغي حملې سره مخالف وکړي، چي د امريکا د متحده ايالاتو له گډون پرته پلان سوې وي.

د اسرائيلو د ملي امنيت شورا رئيس يعکوف آميدرور د جمعې په ورځ له خاخام عوفاديا يوسف سره ليدلي کتلي دي. د نتانياهو يوه رسمي مقام چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کي د ليدني کتني خبره تائيد کړې ده. خو په دې اړه ئې نور جزئيات نه دي ورکړي.

په اسرائيلو کي د سياسي چارو څارونکي په دې نظر دي، چي لومړی وزير نتانياهو او ددغه هيواد د دفاع وزير ايهود بارک تر اوسه پوري په دې نه دي توانېدلي، چي پر ايران باندي د حملې په خاطر د ائيلافي حکومت اکثريت له ځانه سره ولري، ځکه نو د شاس گوند د نظر تغير په دې برخه کي ډير اهميت لري.

د بلي خوا د اسرائيلو پوځي راډيو خبر ورکړی دئ، چي تر دغه ليدني کتني وروسته پر ايران باندي د پوځي حملې په برخه کي د خاخام يوسف مخالفت لږ سوی دئ.

پر ايران باندي د اسرائيلو احتمالي پوځي حمله په اسرائيلو کي له سخت مخالفت سره مخامخ ده. تر دې دمخه ددغه هيواد جمهور رئيس پر د امريکا له گډون پرته پر ايران باندي د حملې په اړه اندېښنه ښوولې وه.

دغه راز د کاديما د گوند مشر شائول موفاز، پر ايران باندي پوځي يرغل يو ستر ناورين بللی دئ.

اسرائيل پر ايران باندي تور لگوي چي د خپل اټومي پروگرام د پراختيا په برخه کي د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کي دئ. خو ايران بيا دغه تورونه ردوي او وايي، چي اټومي پروگرام ئې سوله ييزه دئ.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش