1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظامي بودجه نوره هم لوړه سوې ده

۱۳۸۷ خرداد ۲۰, دوشنبه

په نړۍ کی دسلاوود لګښت لمن په هر اړخيز ډول پراختيا موندلې ده ...

https://p.dw.com/p/EGOG
د وسلو د مسابقې یوه ګوښه
د وسلو د مسابقې یوه ګوښهانځور: picture-alliance/ dpa

څنګه چی دSIPRI په نامه په سټوکولم کی د څيړونکی استيتوت په يوه رپوټ کی چی نن خپور سوی ، ويل سوي دی ،چه په تير کال کی په نړيواله سويه دسلاو په لګښت کی د 2006 ميلادي کال په پرتله په سلو کی 6 زياتوالی راغلی دی ، او 858 ملیارده يورو يا 1339 بليونه امریکايی ډالرو ته رسيدلی دی . په رپوټ کی داهم ويل سوي دي چی که د1998 ميلادی کال دوسلو دلګښت سره دسلاو اوسنی لګښت مقايسه سي ، نو دغه ډيروالی په سلو کی تر 45 پوری رسیږی . په روان وخت کی دسلاو دلګښت د ډيروالی اندازه زياتره دپخوانی شوروی اتحاد په شمول دختيځي اروپا په نووهيوادوکښي هم لیدل کيږي . په دغه هيوادوکښي دسلاود لګښت په اندازه کښي په سلو کی 162ډيروالی لیدل کيدای سي . مثلا د روسيې دسلاو په لګښت کی په 2007 ميلادی کال کی دتير کا ل په مقايسه په سلو کی 13 ډيروالی لیدل کيږی .

خو په تيره بيا دامريکا متحده ايالتونو په دې برخه کی دټولو ريکارد مات کړی، او دغه هيواد دنړۍ دسلاو په سلو کی 45 برخه جوړوی .

د 2001 میلادی کال راهيسی چی په دغه هيواد کی د سپتمبر د 11 نيټې پيښه رامنځته سوې ، ددغه هيواد دسلاو په لګښت کی په سلو کی 59 زیاتوالې راغلی دی ، چی ددی کار علت دامریکې دمتحده ايالتونو له خوا په عراق ،افغانستان او دنړۍ په ډيرو نوروسيمو کی دنړيوال تروريزم پر ضد دجګړی اعلام بلل سوی دی .

څنګه چی دستاکهلم دسولي دنړيوال دڅيړونکي انستيتوت SIPRI په رپوټ کی ويل سوی ، دهغو هيوادونو په کتار کی چی ډير ي پيسې دوسلو په لاره کی ورکوي ، آلمان په شپږم کتار کی راځي . جرمني دوسلو دجوړولو دپاره په کال کی 23.7 ملیارده يورو يا 36.9 ملیارده ډالره لګوی چی دسلاو دنړيوال لګښت په پرتله په سلو کی درو ته رسیږی .

د آمریکا دمتحده ايالتونو دسلاو دلګښت اندازه په کال کی 350 ملياردو يورو يا 547 ملیاردو ډالرو ته رسيږی . وروسته بيا په دغه سیالۍ کی لویه برطانيا ، دچين ولسی جمهوریت او فرانسه راځي . خوددوی دسلاوکلنی لګښت دآمريی دمتحده ايالتونودسلاو دلګښت دلسمي برخي په اندازه دی . جاپان هم دسلاوپه لګښت کی دآلمان څخه مخکی دی .

د SIPRI دانستيتوت داټکل له مخي د 2003 میلادی کال څخه تر 2007 ميلادی کاله پوری په نړيواله سويه دسلاو په صادراتو کی په سلو کی 7 زیاتوالی راغلی دی . د2002 میلادی کال څخه تر 2006 ميلادی کاله پوری آلمان دسلاو دصادرونکو هيوادونو په کتار کی دريم مهم هيواد بلل کیده . او په نړيواله سويه جرمني دنړې دسلاو لسمه برخه صادروله . خو دآمریکی متحده ايالتونه په سلو کی 31 ، او روسيې په سلو کی 25 .

ددغي وضع يا تمايل په مقابل کی ضروری جواب دابلل کیږی چی بايد په نړۍ کی دسلاو دکنترول خبری په جدی ډول پرمخ ولاړي سي .

په دغه رپوټ کی داتومی سلاو په هکله ويل کيږی چی :

اته هيوادونه دنړۍ 10200 اتومۍ خولۍ په لاس کی لری . دجګړو په شمير کی په 2007 ميلادی کال کی د2006 ميلادی کال په مقايسه کوم بدلون ندی راغلی ، او هماغه 14 پخوانی شمير لا پاته دی . که څه هم په بروندی او اوګاندا کښي جګړی پای ته رسيدلی دي، خو په فلپين اوسومالياکښي ددوو جګړو نوی پيښی منځ ته راغلي چی دنړيوال تروريزم پر ضد دجورج ډبليو بوش له خوا اعلام سوي جنګونه هم ددغو جګړو په شمير کی نیولسوي دي .