1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه: اکثريت آلمانان د بورقع او نقاب منع کېدل غواړي

آژانسونه/ ن.ص۱۳۹۵ شهریور ۵, جمعه

د يوې تازه نظرپوښتنې پايله ښيي چې څه باندي درې په څلورو کې آلمانان نه غواړي چې په بشپړه توګه پټي ښځې په عامه ځايونو کې وويني. دغه موضوع اوسمهال په آلمان او اروپا کې ډېره توده ده.

https://p.dw.com/p/1JqB8
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

ډېري لويان په آلمان کې د بورقع يا نقاب له اغوستلو سره مخالفت لري. د «انفراتست ډي مپ» موسسې له خوا د تر سره شوې نظرپوښتنې له مخې ۸۱ سلنه پوښتول شوي کسان يې په عامه ځايونو کې د بورقع او نقاب د منع کېدلو پلويان دي.

په دې نظرپوښتنه کې څه باندي نيمه برخه پوښتل شوو لا تند ليدلوری خپل کړی دی. ۵۱ سلنه يې پر بورقع د بشپړ بنديز پلويتوب کړی دی.

د «انفراتست ډي مپ» موسسې د آلمان د «ای آر دي» تلويزيوني چېنل له پاره د دې اوونۍ په سه شنبې او چهارشنبې ورځو دغه نظرپوښتنه تر سره کړې ده چې پکې۱۰۰۸ تنه بالغ آلمانان پوښتل شوي دي.

د دغې نظرپوښتنې له مخې څه باندې دېرش سلنه پوښتل شوو کسانو د دولتي کارکوونکو او هم په ښوونځيو کې پر بورقع او نقاب د قسمي ممنوعيت پلوي کړې ده. د نظرپوښتني يوازې ۱۵ سلنه ګډونوالو پر بورقع له هر ډول ممنويعت سره مخالفت کړی دی.

محافظه کاران پر بورقع د بنديز پلويان دي

د آلمان سياستوالو په دې وروستيو کې پر بورقع د ممنوعيت پر سر بحثونه کړي دي. د ضدراعظمې انګلا مېرکل د مسيحي ديموکرات ګوند (سي ‌ډي يو) سياستوال غواړي چې پر بورقع او نقاب باندي په عمومي ځايونو، لکه ښوونځي، پوهنتون، عامه ادارو، د محکمې په تالار او د موټر چلولو پر مهال بنديز ولګوي. هغوی همداراز پر بورقع او نقاب د بشپړ بنديز په اړه خبري سره وکړې، خو دغه نظر د آلمان د کورنيو چارو د وزير توماس دېميزير، له خوا رد شوی دی.

په نظرپوښتنه ګډونوالو سربېره پر دې پر دې باندې هم نظرونه ورکړي دي چې د سياستوالو لومړيتوبونه بايد څه وي. ۲۵ سلنه ويلي دي چې تر ټولو مهمې موضوعګانې داخلي امنيت او د تروريزم پر ضد مبارزه ده. يوازي ۱۲ سلني د مهاجرو ټولنيز ادغام هم لومړيتوب ګڼلی دی.

مهاجرتونه