1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه:« د آلمان بی گټې پوځي ماموریت»

احمدولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ دی ۷, یکشنبه

د يوې نوي نظرپوښتنې له مخي د آلمان زياتره اوسېدونکي په افغانستان کي د آلماني پوځ ۱۳ کلن ماموريت ګټور نه بولي. د پوښتل سوو ۵۱ سلنه په بهر کي د آلماني پوځ جنگي ماموريتونه نه غواړي.

https://p.dw.com/p/1EAmt
انځور: AFP/Getty Images/J. Eisele

آلمان په افغانستان کي د سوله ساتي ځواک ايساف د ماموريت لپاره خپل عسکر افغانستان ته ولېږل. دا هغه وخت ؤ چي ۱۳ کاله تر مخه په آلمان کي د سوسيال ډيموکراټ او زرغون ګوند ائتلافي حکومت ؤ. په ۲۰۰۱ م کال د سپتامبر د بريدونو وروسته د آلمان د هغه وخت لومړي وزير ګېرهارډ شريوډر د امريکا د متحده ايالاتو سره د نا محدوده ملګرتیا اعلان وکړ.

په لومړي سر کې آلماني عسکر د افغانستان شمال ته ولېږدول سول،چیرته چې د دی هیواد د نورو سیمو په پرتله له نسبي امن څخه برخه من ؤ. خو د دغه ماموريت په جريان کي چي ۱۳ کاله يې دوام وکړ، آلماني عسکر د وسله والو سره په نښتو کي ښکېل سول او هم ورباندي وسله وال بريدونه تر سره سول. د آلمان پوځ د افغانستان په ۱۳ کلن پوځي ماموريت کي ۵۵ عسکر له لاسه ورکړل.

په داسي حال کي چي د نوي مېلادي کال په پېلېدو سره په افغانستان کي د ايساف ماموريت پای ته رسيږي، په آلمان کي دا خبره مطرح کيږي چي د افغانستان پوځي ماموريت څه لاس ته راوړني لري. په دې تړاو د «yougove» نومي انسټيټيوټ له خوا يوه نظرپوښتنه تر سره سوې او پايلي يې خپرې سوي دي.

د يادي نظر پوښتني د پايلو له مخي د هرو ۵ پوښتل سوو آلمانيانو څخه صرف يو په دې نظر دی چي په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت ګټور ؤ. د پوښتل سوو څخه ۶۰ فيصده په دې نظر دي چي په افغانستان کي د آلمان ماموريت کومه گټه ونه کړه.

د پوښتل سوو څخه صرف هر پنځم آلمانی په دې نظر دی چي په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت سم او پر ځای ؤ. د دې پوښتني په جواب کي چي ايا آلمان د دې وروسته په بهر کي په جنگي ماموريتونو کي برخه واخلي که نه، ۵۱ فيصدو ويلي چي «نه» آ لمان بايد د هيواد څخه دباندي په پوځي ماموريتونو کي برخه وا نه خلي.

د دغې نظر پوښتني په ترڅ کي ۱۰۲۷ آلمانيان د دسامبر د ۱۷مې او ۱۹مې نېټي تر منځ پوښتل سوي دي.

ناټو په افغانستان کي خپل جنګي ماموريت پای ته رسوي خو د نوي کال په پېلېدو سره به د «قاطع» ملاتړ په نوم نوی ماموريت پېل کړي. په دغه ماموريت کي به تقريبا ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر ګډون ولري. هغوی به افغان امنيتي ځواکونه روزي او هغوی ته به مشوره ورکوي. آلمان هم د ناټو په چوکاټ کي دغه ماموريت ته خپل تقريبا ۸۵۰ عسکر پلان کړي دي.

اوس في الحاله تقريبا ۲۷۰۰ آلماني عسکر په بيلو ماموريتونو کي د هيواد څخه دباندي مستقر دي.