1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظرپوښتنه: مهاجر آلمان ته اقتصادي ګټه نه رسوي

۱۳۹۴ دی ۵, شنبه

یوه نوې نظر پوښتنه ښيي چې یوازې ۱۶ سلنه آلمانیان په دې باور دي چې هیواد يې سږ کال د پناه غوښتونکو له منلو څخه ګټه پورته کړې ده.

https://p.dw.com/p/1HU1B
UNICEF Foto des Jahres - von Georgi Licovski
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski

هورست اپاشوسکي چې یو څیړونکی دی، وايي چې یوازې ۱۶ سلنه آلمانیان په دې باور دي چې «د مهاجرو راتګ به آلمان ته د اقتصادي ستونزو څخه ډیر اقتصادي فرصتونه برابر کړي».

په دې نظر پوښتنه کې یوه بله پوښتنه دا وه چې ایا ډیر شمیر پناه غوښتونکو ته محافظت ورکولو سره به د آلمان انځور د نړۍ په کچه لا هم ښه و ځلیږي؟ یوازې ۲۰ سلنه کسانو دې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی. دا شمیره د دې هیواد په شرق کې لا هم ټیټه وه. هلته یوازې ۱۲ سلنه کسانو دې سوال ته مثبت ځواب ورکړی دی. د آلمان شرق هغه ځاې دی چې د مهاجرو د جیګو شمیرو سره یې خلک ستونزې لري.

خو دا شمیره بیا په غربي آلمان کې ۲۲سلنه وه. د ۱۴څخه تر ۱۷کلنه تنکي ځوانانو تر منځ بیا ډیر شمیر کسانو دې سوال ته مثبت ځواب ورکړی دی. له دې سني ډلې څخه ۳۲سلنه یې په دې باور دي چې مهاجر له په نړۍ کې د د آلمان مثبت انځور وړاندې کړي.

د دې نظر پوښتنې ۵۶سلنه ګډون کوونکي بیا په دې باور د چې د آلمان سیاستوال د مهاجرو د کړکیچ د حل توانایي نه لري. په هغو کلو څخه کې چې د اوسیدونکو شمیره یې له پنځو زرو څخه ډیره نه ده، ۶۶سلنه کسان بیا له دې مفکورې سره موافقت ښيي.

همداراز په سویدن کې هم یوه نظر پوښتنه تر سره شوې ده چې له خلکو پوښتل شوي دي چې ایا غواړي هیواد یې نور مهاجر ومني او که نه؟ د «اپسوس» په نوم تر سره شوي نظر پوښتني پایلې د سویډن په تر ټولو مشهوره ورځپاڼي «دیګینس نېهیتیر» کې خپرې شوي دي. دا پایلې ښيي چې د سویډن ۵۵سلنه اوسیدونکي په دې اند دي چې هیواد یې باید نورو مهاجرو ته پناه ور نه کړي .

Bundeswehr Flüchtlinge Organisation Registrierung Erding Bayern
انځور: picture-alliance/dpa/A.Weigel

په سپتمبر میاشت کې د ترسره شویو نظر پوښتنو په پرتله اوسنۍ نظر پوښتنه ۲۵سلنه ډېرښت ښيي. هغه مهال د سویډن له هرو درو اوسیدونکو څخه یوازي یو یې په دې باور وو چې هیواد یې باید نورو مهاجرو ته پناه ور نه کړي.

د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر میاشت کې ۴۴سلنه کسانو غوښتل چې هیواد یې مهاجرو ته پناه ورکړي خو دا شمیره اوس ډیره راکښته شوې ده. اوس۱۹سلنه سویډنیان غواړي چې هیواد یې مهاجرو ته پناه ورکړي.

آلمان او سویدن ته تر نورو ټولو اروپایي هیوادونو ډیر مهاجر راغلي دي. سویدن په وروستیو کې دا اعلان وکاوه چې نور نه شي کولای مهاجرو ته استوګنځاې برابر کړي.خو سر بیره پر دې چې په آلمان کې ښي اړخه ګوندونه او ډلې او ځيني حکومتي چارواکي د دې هیواد له فدرالي حکومت څخه غواړي چې د مهاجرو شمیره محدوده کړي. خو انګلا میرکل بیاه هم د آلمان د پرانیستو دروازو تګلارې ټینګار کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب