1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانیان د میرکل د کډوالو سیاست په اړه څه فکر کوي؟

دويچه ويله/م.ج۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبه

انګلا میرکل یو کال مخکې وویل: «موږ یې کولای شو.» ایا د هغې خبره سمه وه او که آلمان تیر کال له یو میلیون څخه د ډیرو کډوالو د منلو په برخه یو څه افراط وکړ. دویچه ویله د دې پوښتنې د ځواب مندلو له پاره یوه نظر پوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1Jmom
انځور: picture-alliance/ZB/S. Willnow

تیر کال له سوریې، عراق او افغانستان څخه تر یوه میلیون ډیر نارینه، ښځې او ماشومان د بالکان هیوادونو له لارې اروپا ته راغلل. د هغوی له ډلې څخه په سونو زره مهاجر آلمان ته ورسیدل. میرکل د تیرکال د اګست میاشتې پر ۳۱مه نیټه په برلین کې وویل: «موږ یې کولای شو.» هغه وخت میرکل په اصطیلاح د «پرانیستو دروازو» سیاست خپل کړ او مهاجرو ته یې اجازه ورکړه چې آلمان ته راشي.

ایا دغه سیاست آلمان ته بدلون ورکړ، او که هو څرنګه؟ دویچه ویله د «انفراتست دیمپ نظر پوښتلو انستیتوت» ته دنده سپارلې چې د آلمان له وګړو څخه د دغې پوښتنې ځواب ترلاسه کړي. د دې نظر پوښتنې په ترڅ کې د اګست د ۱۵ او ۱۷ نیټې تر منځ له ۱۰۰۰ آلمانیانو څخه پوښتنې شوي دي.

د نظر پوښتنې په ترڅ کې ګډونوالو ګډوالو ته څلور «جملې» ورکړل شوې وي چې هغوی ورسره د آلمان د کډوالو د سیاست د پایلو په توګه یا موافقه کوله او یا یې هم هغه ردوله.

روزنه او ټولینز موضوعات

د کډوالو په موضوع پورې تړلي لګښتونه هر کال لږ تر لږه ۱۵ میلیارده ډالر اټکل شوي دي. هغه کسان چې تازه آلمان ته رسیږي، باید لومړی ورته د اوسیدو ځای او خوراکي مواد برابر شي. د کډوالو ادغام یوازې په هغه صورت کې شونی دی چې مهاجر آلماني ژبه زده کړي او درس ووایي. د دې کار له پاره روزونکو ته اړتیا شته. پر دې سربیره په ښوونځو او وړوکتونو کې د مهاجرو ماشومانو ساتني او روزنې ته اړتیا شته.

Infografik Wie verändert Merkels Flüchtlingspolitik Deutschland? Bildung Sozialsystem Englisch

آیا دا موضوع به د دې لامل شي چې د آلمان روزنیز سیستم تر حده ډیر کار ته اړ شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د نظر پوښتنې اکثریت ګډونوالو مثبت ځواب ویلي دی.

په ځانګړې توګه د «آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD» پلویان تر ټولو ډیره اندیښنه په همدې برخه کې لري. د دې ګوند د هرو سلو پلویانو څخه یوازې ۱۵ تنو یې د دې پوښتنې ځواب منفي ورکړ.

اقتصادي اغیزې

یو کس چې په آلماني ژبه خبرې کولای شي، زده کړې یې کړي دي او روغتیایي وضعیت یې هم ښه دی، باید د آلمان په مارکیټ کې د کار موندلو چانس ولري. آلمان اوس د نفوس د جوړښت په برخه کې له لوی بدلون سره مخامخ دی. آلمانیان زړیږي او د کار له مارکیټ څخه وځي، خو په کافي اندازه ځوانان نه شته چې د هغوی ځای ډک کړي. دا موضوع په ځانګړې توګه د شرکتونو له خوا درکیږي.

په آلمان کې د هرو ۱۰۰ بیکاره وګړو په بدل کې ۲۰۰ داسې د کار ځایونه شتون لري چې مسلکي کارکوونکو ته اړتیا شته. ایا کډوال او مهاجر کولای شي دغه خلا ډکه کړي؟ د دې پوښتنې ځواب ډیر اسانه نه دی. په آلمان کې د ماشین انجنیري، د موټر جوړولو صنعت او برقي انجنیري د اقتصاد ۲۰ سلنه برخه جوړوي. دغه صنعتونه بیا په هغو هیوادونو کې چې کډوال ورڅخه آلمان ته راغلي دي، یا خو پیاوړې نه دي او یا هم هیڅ فعالې نه دي. له دې کبله کډوال په دغو صنعتونو کې د کار موندلو له پاره شرایط نه پوره کوي. خو پر دې سربیره هم د پوښتل شويو کسانو یو لږ اکثریت په دې باور دی چې کډوال به د آلمان اقتصاد پیاوړی کړي.

Infografik Wie verändert Merkels Flüchtlingspolitik Deutschland? Wirtschaft Englisch

خو په دې برخه کې هم د «آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD» ډیری پلویان په دې باور دي چې کډوال به د آلمان له اقتصاد سره ډیره مرسته و نه شي کولای. د دې ګوند د هرو ۱۰ پوښتل شويو پلویانو له ډلې څخه ۹ نهو تنو یې دغه نظر ورکړی دی.

خو د سیاسي نظر د نه په پام کې نیولو په صورت کې ځوان آلمانیان، او هغه کسان چې لوړې زده کړې، ښه کاري شرایط او لوړ عاید لري، په دې باور دي چې کډوال به د آلمان د اقتصاد له ودې سره مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر هغه آلمانیان چې له ۵۰ کلونو لوړ عمر لري او یوازې تر ښوونځي پورې یې زده کړې کړي دي په دې نظر نه دي.

آیا آلمان د لږ آلماني کیدو په حال کې دی؟

آلمان ته د مهاجرو رسیدل، نه یوازې پر اقتصاد باندي اغېزه کوي، بلکې په ټولیزه توګه آلماني ټولنه هم اغیزمنه کوي. په آلمان کې لا وختي ډیر داسې کسان ژوند کوي چې بهرنۍ ریښې لري. دغه کسان په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې ژوند کوي. دا موضوع به په راتلونکې کې لا پیاوړې شي. آلمانیان د دې بدلون په اړه څه فکر کوي؟

په دې برخه کې نظر هم په لومړي سر کې په دې پورې تړلې نه دی چې پوښتل شوي کسان له کوم ګوند سره تړاو لري. ځوان آلمانیان او هغه کسان چې لوړې زده کړې لري، په آلمان کې د یوې څو کلتوري ټولنې هرکلی کوي.

Infografik Wie verändert Merkels Flüchtlingspolitik Deutschland? Bunter Englisch

دغه ډله کسان همداراز د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د کډوالو سیاست، او په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو د ډیریدو تر منځ اړیکه په کلکه ردوي. له بلې خوا بیا زاړه آلمانیان او هغه کسان چې لږ زده کړې لري، په دې باور دي چې آلمان به په راتلونکې کې هم د ترهګریزو بریدونو شاهد وي.

آیا په راتلونکې کې د افراطي اسلامپاله ترهګریز بریدونه په مخ کې دي؟

خو د ترهګرۍ په اړه د دې پوښتنې په برخه کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو پلویانو بیلابیل نظرونه لرل. «د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD» یوازې اووه سلنه پلویان په دې باور دي چې په راتلونکې کې به په آلمان کې لا ډیر ترهګریز بریدونه وشي.

د نظر پوښتنې پایلې ښيي چې د صدراعظمې میرکل د کډوالو د سیاست په اړه د آلمانیانو نظریات بیلابیل دي. د دې سیاست قوت او ضعف په برابر ډول سره په توازن کې دي. خو هغه څه چې ډیر پام ځان ته اړوي د آلمان د زرغون ګوند او «د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD» پلویانو نظریات دي.

Infografik Wie verändert Merkels Flüchtlingspolitik Deutschland? Terror Englisch

د ښي اړخو یو مطلق اکثریت په دې اند دي چې د کډوالو سیاست به له استثنا پرته پر آلمان باندې ناوړه پایلې پریږدي. خو له بل اړخه بیا د آلمان د زرغون ګوند درې پر څلورمه برخه په دې باور دي چې آلمان به د کډوالو له کبله پر رامنځ ته شوي کړکیچ برلاسی شي او په راتلونکې کې به د کډوالو له حضور څخه ګټه واخلي.