1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: امریکا د 11/9 وروسته ډير لګښت کړی

۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعه

د يوې نظر پوښتنې پایلې چې د پنج شنبې په ورځ خپري شوي ښیې چې ډیر شمیر امریکایې وګړي په دې اند دي چې د 11/9 پیښو ته په ځواب کې د امریکا ډیرو پانګه اچونو او لوړو لګښتونو د دغه هیواد اوسنی مالي بحران رامنځ ته کړی

https://p.dw.com/p/12WAT
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: Dirk Eusterbrock

د بروکنس د انستیتوت لخوا ترسره شوې نظر پوښتنه ښیې چې ډیری امریکایې وګړي په دې اند دي چې د 11/9 وروسته امریکا په افغانستان او عراق کې لوړ لګښتونه کړي دي.

په دغې نظر پوښتنې کې همداراز راغلي چې امریکایان د خپل د حکومت هغه لګښتونه هم ډیر لوړ ګڼي چې د همکارۍ د ترلاسه کولو تر نوم لاندي یې نورو هیوادونو سره تر سره کړي دي.

د نظر پوښتني یو په لاره اچونکی، شیبلي تیلهامي، وایې چې د امریکایې وګړو په منځ کې داسې یو نظر شته چې هیواد یې سم کارونه ترسره کړي دي خو دوی همداراز دا خبره هم کوي چې امریکا د 2001 کال د پیښو په ځوابې فعالیتونو کې ډیري پیسې لګولي دي.

د نظر پوښتنې پایلې ښیې چې ډیر شمیر امریکایان په دې اند دي چې د 2001 کال د پیښو وروسته د امریکا لخوا لوړ لګښتونه د امریکا په اوسنیو مالي ستونزو کې پیاوړی رول لري.

په نظر پوښتونې کې شاملو ډیر شمیر کسانو ویلي چې امریکا ډيرې پیسې او منابع د عراق په جګړې کې لګولي دي. د عراق څخه وروسته بیا د افغانستان جګړه او ورپسې د امریکا نور لګښتونه یاد شوي دي.

همداراز په نظر پوښتنې کې شاملو 66 سلنه کسانو ویلې چې 2001 کال څخه را په دیخوا په نړی کې د امریکا نفوذ کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې 69 سلنه ګډون کونکو د باراک اوباما له هغي پریکړی سره موافقه کړي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو شمیر ټیټیږي او افغانانو ته یې د خپل هیواد امنیتي مسؤلیتونه سپارل کیږي.

د نظر پوښتنې پایلې ښیې چې که څه هم 61 سلنه امریکایان د اسلام څخه ښه انځور نه لري خو بیا هم 55 سلنه یې په دې اند دي چې د 2001 کال د سپتمبر د میاشتې بریدونه د اسلام د لارښونو سره سم کار نه وو.

53 سلنه ګډون کونکو بیا ویلي چې دوی په عربي نړۍ کې د پاڅونونو ملاتړ کوي او غواړي په عربي هیوادونو کې لا دیموکرات او آزاد دولتونه وویني.

د اسرییلو په مسله کې هم 61 سلنه امریکایانو ویلې چې متحده ایالات باید د یو پلو خوا هم ونه نیسي او اسراییل او فلسطین باید په خپله دا ستونزه حل کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم