1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظر پوښتنه: مهاجر د آلمانيانو لپاره يوه لويه انديښنه

۱۳۹۵ آذر ۲۰, شنبه

يوه تازه نظرپوښتنه ښيي چې اکثريت آلمانيان پر مهاجرو حکومتي لګښتونو انديښمن کړي دي. د مهاجرو په شميره د کموالي رامنځ ته کيدو سربيره اکثريت په دې عقيده دي چې مهاجرت د جرمونو د زياتيدو سبب ګرځيدلی دی.

https://p.dw.com/p/2U4Mq
Deutschland Abschiebung Polizei
انځور: picture alliance/dpa/S. Willnow

آلمان کې يوه تازه نظرپوښتنه، چې نتيجه يې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۰مه نېټه) خپره شوه، ښيي چې مهاجر او په ټولنه کې د هغو د ادغام مسئله، آلمانيانو لپاره د تر ټولو سترو ستونزو د جدول په سر کې ځای لري.

د «فورشونګسګروپه والن» موسسې آمار او ګراف ښي چې د ټولپوښتنې ۵۸ سلنه ځواب ورکونکي داسې فکر کوي چې مهاجر او په آلمانۍ ټولنه کې د هغو د ادغام بهير د هيواد لپاره تر ټولو لويه ستونزه ده.

دغه څيړنه چې د تيرې اوونۍ په لمړيو کې ترسره شوه، ۱۲۳۴ تنو په کې ګډون کړی دی. د ګډونوالو دوه په دريمې برخې بيا د مهاجرو لپاره د حکومت پر لګښتونو انديښنې ښوولې دي. له نيمايي څخه زياتو ګډونوالو ويلي دي چې مهاجرت کولای شي چې د جرايمو کچه پورته يوسي.

د اندېښنو د راولاړېدو سبب

د مهاجرو په اړه د شکونو او انديښنو سربیره، له یوې سلنې څخه ښکته آلمانيان د خپلو ټولنيزو او فرهنګي ارزښتونو په اړه انديښمن دي.

په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا ۸۹۰ زره مهاجر آلمان ته داخل شول. دغه مسئله د امنيت او ادغام په برخه کې د اوږدمهاله بحثونو او انديښنو د راولاړيدو سبب واقع شوه. په روان کال کې د يادو کسانو په شميره کې د پام وړ کموالی رامنځ ته شوی دی، خو لا هم انديښنې په خپل ځای دي. د آلمان د مهاجرت ادارې BAMF د شميرو له مخې، د روان کال تر نوامبر مياشتې پورې له ۳۰۰ زرو څخه زیات کسان ثبت او راجستر شوي دي.

د مهاجرت مسئله د دې سبب شوه، چې په خلکو کې د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل او د هغې د ګوند« مسيحي دموکرات» محبوبيت کم شي. دغه ګوند په ايالتي ټاکنو کې خپلې د پام وړ رايې له لاسه ورکړې او هغه ورڅخه د مهاجرت ضد ښې اړخې ګوند «د آلمان لپاره بدیل» وګټلې.

د آلمان عمومي ټاکنې راتلونکی کال ترسره کيږي. مرکل غواړی په دغو ټاکنو کې د څلورم ځل لپاره د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ ته ځان نومانده کړي.

یوه بلې نظرسنجي چې د جمعې په ورځ خپره شوه بيا ښيي چې د ۲۰۱۷ کال ټاکنو لپاره له مرکل څخه ملاتړ ډیر شوی دی. د نظر پوښتنې ۵۹ سلنې ګډونوالو ويلي دي چې دوی به له مرکل څخه ملاتړ کوي. دغه ميزان د مخکينۍ نظرپوښتنې په پرتله چې په سپټامبر مياشت کې ترسره شوې وه، د مرکل په ګټه ۱۳ سلنه زياتوالی ښيي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):