اروپا ته مهاجرت

نظر پوښتنه: ډيری آلمانیان خپل هیواد ته د پناه غوښتونکو د راتلو محدودیدل غواړي

د آلمان د خبر آژانس په غوښتنه د «يوګاو» بنسټ د يوې نظر پوښتنې له مخې ۵۴ سنله آلمانیان د بايرن د سوسیال مسیحي یا CSU ګوند د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې غواړي آلمان ته د رسیدونکو پناه غوښتونکو له پاره یو نهایي حد وټاکل شي.

Deutschland Aufnahmestelle für Flüchtlinge Zirndorf (picture-alliance/dpa/D. Karmann)

په نظر پوښتنه کې يوازې ۲۸ سلنه کسان له دغه نظرې سره مخالفت کړې دې.

آلمان ته د راتلونکو مهاجرو له پاره د وروستي حد ټاکلو په هکله له څوو مياشتو راهيسې توده بحثونه روان دي. دغه موضوع به د دوه متحدو ديموکرات مسیحي (CDU) او د بايرن سوسیال مسيحی (CSU) ګوندونو تر منځ په خبرو کې مرکزی موضوع وي. هغوي غواړي د آزاد ديموکرات او زرغون ګوند سره د ايتلافي حکومت جوړولو پر سر مقدماتي خبرو اترو ته چمتوالی ونیسي.

د بايرن سوسیال مسيحی ګوند وايې چې آلمان ته د راتلونکو ګډوالو شمیر دې په کال کې ۲۰۰ زره ته محدود شي.

له سوسيال مسيحې ګوند څخه د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل دغه غوښتنه په غوڅ ډول ردوي. دوه ګوندونه زرغون او آزاد ديموکرات هم له دې سره مخالف دي.

د يوګاو بنسټ د نظر پوښتنې له مخې د پوښتل شویو کسانو له ډلې څخه چې دغو دوو متحدو ګوندونو ته یې رایې ورکړي دي ۵۵ سلنه یې له دې سره موافق دي چې آلمان ته د رسیدونکو کډوالو له پاره دې یو سرحد وټاکل شي او ۳۶ سلنه يې له دې سره مخالف دی.

تر ټولو ډیر بیا د آلمان له پاره بدیل ګوند پلویان، د دې نظر پلوي دي چې آلمان ته دې د راتلونکو کډوالو پر شمیر باندې محدودیت وضع شي.

د آلمان د سوسیال ديموکرات (SPD ( ګوند ۵۴ سلنه پلويان بیا د دغه وروستې حد ټاکلو سره موافق دي. له زرغون ګوند څخه ۶۰ سلنه دغه وروستې حد ردوي او يوازي ۲۶ سلنه له هغوی سره د نظر يووالې لري. د يوګاو د بنسټ په دغې معتبرې نظر پوښتنه کې د سپتمبر مياشتې له ۲۹مې نیټې څخه بیا د اکتوبر مياشتې تر ۲مې نيټې پورې له دوه زره کسانو څخه پوښتنې شوي.

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Bahasa Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو