نغمه ویونکي مرغان
په نړۍ کې له پنځه زرو څخه ډیر نغمه ویونکي مرغان شتون لري. له دې ډلې څخه ځینې یې تقریباً هرچیرته موندل کیږي خو ځینې یې بیا په مخصوصو ځایونو کښې ژوند کوي. له دې ډلې څخه د ځینو مرغانو انځورونه دلته کتلای شئ.
شوخ مرغه
چڼچڼه داسې یو مرغه دی چې له انسانانو سره څه خاص اړیکې نه لري. چڼچڼې په هر رنګه موسم او ځای کښې د اوسیدو وړتیا لري او له همدې امله دغه مرغه د دنیا په هر ګوټ کښې موندل کیږي.
زړه راښکونکې سور رنګه مرغه
دغه مرغۍ چې رابن نومیږي او سره سینه لري ډیره ښکلې ده. دغه مرغۍ یوازې له لیرې څخه لیدل کیږي، ځکه که ورنږدې شئ نو الوزي. دغه ښکلې مرغۍ کولای شي چې ۲۷۵ بیلا بیل آوازونه وکړي.
چکادیس
د دې مرغیو نارینه او ښځینه یو بل ته ډیر وفادار نه دي. داسې ښکاري چې په ځانګړې توګه ښځینه یې خپل ملګری تل بدلوي.
کارغه او نغمه
کارغه نغمې نه وايې خو د کارغه د «کاغ کاغ» لواز له امله دغه مرغه د نغمې ویونکو مرغانو په ډله کښې شمیرل کیږي. د نورو مرغانو په څیر کارغه هم لوبې کوي او لوړ الوزي او بله دا چې په واورو او خټو کښې لوبې کول یې خوښیږي.
رنګین ټوکان
ټوکان هم د نغمه وینکو مرغانو په ډله کښې راځي. دغه مرغه په امریکا کښې موندل کیږي او د خپلې اوږدې مښوکې له امله شهرت لري. دغه مرغه د خپل بدن د تودوخي ساتلو لپاره له خپلې مښوکې کار اخلي. د دې مرغانو یوه بله جالبه ځانګړتیا دا ده چې د دوی نارینه او ښځینه دواړه یو شکل لري.
ځیرک مرغه
دغه مرغه د غږونو پیښې کولای شي. داچې د هرڅه اواز یو ځل واروي، بیا کولای شي چې د هغه اواز وباسي. د بیلګې په توګه د نورو مرغانو د اوازونو ترڅنګ د سپي غپیدل، د اس، انسانانو، د چاودونو او د موسیقی غږونه هم ایستلی شي.