1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار: ځانمرګي بريد ۲۷ انسانانو ته مرګ ژوبله واړوله

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۲۷, یکشنبه

د ننګرهار چارواکو ويلي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژل سوي او ۱۴ ژوبل سوي دي. ويل سوي چي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1HerV
انځور: Reuters/Parwiz

د ننګرهار ولايت د ولايت وياند عطاالله خوږياني و رسنيو ته ويلي دي چي دغه بريد په جلال آباد ښار کي سوی دی. د هغه په وينا د ولايتي شورا د استازي عبيدالله شينواري په کور کي يوه غونډه جوړه سوې وه، په کومه چي دغه بريد تر سره سو.

ويل سوي چي عبيدالله شينواري د وسله والو له بند څخه د خپلې کورنۍ د يو غړي د آزادېدو خوښي لمانځله چي دغه بريد تر سره سو. د ولايتي وياند په وينا په دغه بريد کي پخپله شينواري ژوبل سوی دی. خوږياني زياته کړې، چي دا چي يو شمېر انسانان سخت ژوبل سوي دي، ښايي د وژل سوو کسانو شمېر لا لوړ سي.

د لومړيو معلوماتو له مخي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ چي پکښي لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژل سوي او ۱۴ نور ژوبل سوي دي. د دغه بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې. د جلال آباد دغه بريد صرف څو ورځي ورسته کيږي، چي په دغه ښار کي د پاکستان پر قونسلګري بريد وسو. د قونسلګرۍ پر ودانۍ د بريد پړه داعش ته وفاداره ډلې په غاړه اخيستې وه. په دغه بريد کي ۷ انسانان وژل سوي ول.