1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننگرهاريان له ناقانونه وسله والو ډلو سر ټکوي

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه

د ننگرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي د ناقانونه او خپلسرو وسله والو ډلو څخه سرټکوي، او وايي چي په سيمه کي نا امني پخوانيو جهادي قوماندانانو او يو شمېر حکومتي چارواکو جوړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/162TB
انځور: picture-alliance/dpa

د ننگرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکو په کابل کي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره د خبرو پر مهال وويل، چي تر ډيرو نارو او غلبلو وروسته اوس کابل ته راغلي دي، چي دلته ئې دولتي چارواکي ږغ واوري.

هغوی وايي، چي د دغه ناقانونه وسله والو ډلو مشري اوسني وکیلان، حکومتي چارواکي او پخواني جهادي قوماندانان کوي.

له دغه ولايت څخه څه موده دمخه داسي راپورونه خپاره شول چي گويا هلته نزدې اته زره ناقانونه وسله وال شته. د راپورونو پر اساس دغه وسله وال په سړي وژنه، انسان تښتونه او غلاوو کي ښکېل دي.

د جلال اباد ښار یو شمېر اوسیدونکي چي کابل ته راغلي دي دوو تنو ئې د نوم د نه اخيستلو په شرط پرون د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۲) له دویچه ویله سره په خبرو کي خپل شکایتونه داسي بیان کړل:

«دغه جنګسالاران امنیت له خطر سره مخامخ کوي، سوداګر تښتوي، د خلکو ملکیتونه لاندي کوي د حکومت هم پرې زور نه رسیږي.»

«همدا ټوپکوال وایي، چي د وکیل سړی یم، یا د حکومت سړی یم، نه دریشي لري نه کوم کارت، دا کسان د وکیلانو او چارواکو له نومونو څخه بده گټه اخلي.»

په مشرانو جرګه کي د ننګرهار ولایت استازی لطف الله بیا وايي، چي په دغو ډلو کي داسي کسان هم شته چي د حکومت په لوړو څوکیو کي کار کوي او د همدغو ناقانونه پیسو په مرسته ئې وسله وال ساتلي دي:

«زما په نظر په دې کي شک نشته چي د ننګرهار په دې ورستیو نا امنیو کي دي یو شمېر وکیلان، سناتوران او ځايي زور واکان لاس و نه لري.»

خو د ولسي جرګې غړی شیر احمدزي بيا وايي، چي دغه ډلي نه یوازي د مځکو په غصب کي لاس لري، بلکي په سيمه کي نورو نا امنیو ته هم لمن وي، چي په دې نه د مرکزي حکومت او نه هم د ننګرهار د امنیتي ادارې وس رسیږي:

«په دغو خپلسرو وسله والو ډلو اوس د چا وس نه رسیږي، ځکه هغوی په سیمه کي پخواني ټوپکوال لري، او د خپلو موخو له پاره په هر راز قتلونو لاس پوري کوي. هغوي د هیچا امر نه مني او نه به ئې هم ومني.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل