ننگرهار کي د ماين چاودني لس تنې نجوني ووژلې
۱۳۹۱ آذر ۲۷, دوشنبهد ننگرهار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند غلام حضرت مشرقيوال، په سيمه کي د دويچه ويله خبريالي ته وويل، چي د دغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو په سيمه کي د نامعلومو کسانو له خوا په وښو کي يو ماين ايښوول سوی وو او هغه مهال وچاودېد چي د ماشومانو له خوا په کاڼو وويشتل سو.
د ننگرهار ولايت د عامي روغتيا چارواکي وايي، چي دوی ته د پيښې له ځايه درې تنه کوچنيان وروړل سوي ول، چي وروسته ئې په روغتون کي سا ورکړه.
بله خوا بيا د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمد صديق دولتزي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي پيښه هغه مهال رامنځته سوه کله چي سهار وختي کوچنيانو په سيمه کي د اور له پاره بوټي ټولول.
د دولتزي په خبره ماين هغه مهال وچاودېد چي يوه کوچني په تبر باندي وواهه. د ماين ښخولو پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې.
د هغه په خبره دغه ماين په افغانستان کي د شوروي د اشغال له دورې څخه پاته وو.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په ۱۹۸۹ کال د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کي نزدې ۷۰۰۰۰۰ ماينونه او ۱۵ ميليونه نور چاودېدونکي توکي له منځه وړل سوي دي.
د نړيوالو له تلاښونو سره سره چي غواړي افغانستان له ماينونو څخه پاک کړي، بيا هم دغه هيواد د هغو هيوادونو په سر کي راځي چي ډير ماينونه پکښې ښخ دي.
په دې وروستيو کي په افغانستان کي د ماين چاودني پيښي ډيري سوي دي او د ډيرو خلکو ژوند ئې اخيستي دئ.
د نوامبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه په خوست کي د يوه ماين په چاودنه کي د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي ووژل سول.
دغه راز د نوامبر د مياشتي پر ۱۶ نېټه په فراه ولايت کي د واده یو موټر د سړک د غاړي پر يوه ماين وخوت او د ښځو او ماشو مانو په گډون نزدې ۳۰ تنه پکښې مړه او ټپيان سول.