1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ننگرهار: ۱۶ طالبان او ۱۰ داعشيان وژل شوي دي

۱۳۹۶ آذر ۱۶, پنجشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې په تيرو څو ساعتونو کې يې د دغه ولايت په څو ولسواليو کې په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د طالبانو د یوه ولسوال په ګډون ۱۶ طالبان او لس داعشيان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2ovCg
Afghanistan Tora Bora Soldaten
انځور: Imago/Xinhua/R. Safi

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دويچه ويله سيمه ايز خبريال ته ويلي دي چې د چهارشنبې په ماښام يې د دغه ولايت په څولورو ولسواليو کې وسله والو ياغيانو ته سخته مرگ ژوبله اړولې ده.

هغه ويلي دي: «تېره شپه د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په دواب او اب زنګانۍ سیمو کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، چې پکې د یادې ولسوالۍ له پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال عبدالحسن مشهور په عاجز، د حصارک ولسوالۍ د بندخونې مسئول ګل نبي مشهور په غورځنګ او د پوهنې مسئول یارمحمد مشهور په حقیار او یو بل ډلمشر صدیق الله په ګډون ۱۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.»

خوږیاڼي زياته کړه چي په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو هغه سیمې هم له منځه وړل شوي چې د ګمرک په نوم یې جوړه کړې وه.

بله خوا بيا د ننګرهار ولایت اچین، هسکه مینه او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو او وسله والو د خپل منځې نښتو په ترڅ کې لس داعشيان او دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور داعشيان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل چې د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د دوو هوایي بریدونو په ترڅ کې د پاکستانیانو او ازبکانو په ګډون اووه داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

هغه دغه راز وویل، د هسکې مینې ولسوالۍ په سلا کڅ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکي يوه بريد درې داعش وسله وال وژلي دي او دغه شان د خوږیاڼو ولسوالۍ په چینارګي او غلو چینې سیمو کې بیا د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خوږیاڼی وايي، په دغو ځمکنیو عملیاتو او هوايي بریدونو کې  امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو او داعش ډلي تر اوسه پوري په دې اړه سنيو ته څه ويلي نه دي.

 

اميد ديدار/ ننگرهار