1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن به تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه

نن دوشنبه، د جولایي د میاشتې نهمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۷۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15TvH
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۱۵م کال پر همدې ورځ الماني سرتیري په جنوبی افریقا کې د دې هیواد ځواکونو ته تسلیم شول.

د ۱۹۲۵م کال پر نن ورځ په اکوادور کې انقلاب پیل شو.

د ۱۹۶۳م کال پر همدغه ورځ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې مالي، سینګاپور او سراواک د مالیزیا فیدراسون رامنځ ته کړ.

د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ د اولمپیک نړیوالې کمیټې جنوبي افریقا ته تر دریو لسیزو وروسته بیا د لوبو اجازه وزکړه.

د ۱۹۹۲م کال د جولایي د میاشتې پر نهمه نیټه د بلغاریا پخوانۍ ولسمشر اندرې لکونوف، د مالي جرمونو په تور ونیول شو.

د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ چین او جابان د تجارت په برخه کې یو ډیر مهم تړون لاسلیک کړ.

د ۲۰۰۶م کال پر نن ورځ د یوې روسي الوتکې  د رالویدو له کبله ۱۲۵ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ اسرائیلو شاوخوا ۱۲۰ بهرني سیاسي فعالین بنديان کړل.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش