1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن بيا په زرهاوو فلسطينيان د مصر د سرحد څخه تير سول

۱۳۸۶ بهمن ۴, پنجشنبه

د زرهاوو فلسطينيانو لخوا د مصر پر سرحد باندي يرغل ، او دهغه څخه تر تيريدو وروسته هم اسراييل غواړي ...

https://p.dw.com/p/DKBn
فلسطينيان ، د مصر د سرحدد يوې برخي تر نړولو وروسته
فلسطينيان ، د مصر د سرحدد يوې برخي تر نړولو وروستهانځور: AP

چي د غزې د تراډي اقتصادي محاصرې ته ادامه ورکي .

صدراعظم اهود اولمرت وويل ، چي تر هغو پوري چي پر اسراييلي ښارو باندي راکټونه فير کيږي ، دغه محاصره به دوام ولري . په عين حال کي ده ډاډ ورکی ، چي اسراييل نه غواړي د غزې په تراډه کي انساني فاجعه رامنځته کي . نن هم په زرهاوو فلسطينيان د مصر د سرحد څخه تير سول ، تر څو هلته غذايي مواد او نور شيان رانيسی . د جمهوررييس حسني مبارک د اوامرو سره سم امنيتي قواوو پر هغو حمله ونکړه ، څو فلسطينيان وکولای سي غذايي مواد رانيسی . د ملګرو ملتو د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د اسراييلو څخه وغوښتل چي د غزې په تراډه کي ډله ايزي جزا ته خاتمه ورکي .