1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په بروکسل کښی د ناټو غونډه جوړه سوې ده

۱۳۸۸ خرداد ۲۱, پنجشنبه

د نن دناټوپه غونډه کښی پرافغانستان،کوسوواو بحري غلو باندي خبري کيږي،چه دا پلا هم د ناټو ددفاع د وزيرانو د غونډي په آجنډا کښي افغانستان ته ډير اهميت ورکول سوی دی ...

https://p.dw.com/p/I7Nj
په افغانستان کښی د آيساف د قواوو عمومي قوماندان مِک کيرنان ايسته سو،چه ګيتس يې تيره مياشت اعلان کړی ؤ
په افغانستان کښی د آيساف د قواوو عمومي قوماندان مِک کيرنان ايسته سو،چه ګيتس يې تيره مياشت اعلان کړی ؤانځور: AP

په دغه هيواد کښي امنيتي وضع ډيره خرابه سوې ده ،او حتی د افغانستان په شمال کښي چه د نورو ځايو په مقايسه نسبتأ آرام ؤ، آلماني پوځ ددغو نااراميو احساس کوي ،او په منظم ډول ورباندي حملې کيږي .

دناټو په دغه کنفرانس کښي به د نورو تر څنګ د ستراتيژۍ د تغير په باب چه د بارک اوباما د طرفه اعلام سوې ده ،خبري وسي . په دغه ستراتيژۍ کښي افغانستان او پاکستان ته د يوې عملياتي ساحې په سترګه کتل کيږي . د امريکا ددفاع وزير رابرت ګيتس د ناټو ددفاع د وزيرانوڅخه د نوو نظرياتو غوښتنه وکړل . ګيتس تيره مياشت د آيساف د قواوو د عمومي قوماندان مِک کيرنان د ايسته کيدو خبر ورکړي ؤ .

په دواړو هيوادو افغانستان او پاکستان کښي بايد ملکي بيا رغونه تقويت پيدا کي . خو په عين حال کښي د امريکا متحده ايالاتو د خپلو قواوو تقويه کيدل او اضافه کيدل هم شروع کړيدي . ددغه کال عيسوي کال تر پايه پوري به په افغانستان کښي يوازي د امريکا دمتحده ايالاتو 70000عسکر ځای پر ځای وي . ځکه نو د پوځي ماموريت د« امريکا يي کيدو »خبري کيږي . واشنګټن غواړي په دې ارتباط د آيساف جوړښت ته هم تغير ورکي ،چه د هغه څخه په افغانستان کښي د ټولو متحدينو لخوا ښه هرکلی ندی سوی .

دناټو عمومي منشي دې هوپ سخيپر
دناټو عمومي منشي دې هوپ سخيپرانځور: AP

د ناټو په غونډه کښي يوه بله موضوع په سوماليا کښي د بحري غلو سره مبارزه ده . ناټو په اوس وخت کښي د افريقا په ښکر کښي په خپلو کښتيانو سره مجهزه ده . خو ددغي مياشتي په آخره کښي ددغه ماموريت موده ختميږي . ځکه چه دغه کار ته ځانګړي سوي بحري قواوي اصلأ نور وظايف لري . خو ناټو غواړي د بحري غلو سره دمبارزې په ساحه کښي په آينده کي هم فعاليت وکي .

دناټو ددفاع وزيران به په بروکسل کښي پر دې هم خبري وکي ،چه د KFOR په نامه په کوزوو کي د پوځي ماموريت سرنوشت به څنګه کيږي . ځکه چه د کوزوولخوا د استقلال تر اعلاميدو وروسته د ناټو ډير غړي غواړي خپل عسکر د هغه ځايه راوباسي . مثلأ هسپانيې غوښتل چه خپل عسکر د هغه ځای څخه ډير ژر راوباسي ،خو د يو څه وخت دپاره يې لا وځنډول .

په اوس وخت کښي په کوزوو کي 14000عسکر ځای پر ځای دي ،چه څو زره به يې په راتلونکي کښي کم سي .

په بروکسل کښي به د ناټو- روسېې د شورا جلسه جوړه نسي . ناټود ګرجستان او روسېې تر جنګ وروسته د روسېې سره دغه ډول جلسې نوري ندي دايري کړي .

فلوکِن /

کتونکی : محمد قاسم نوري