1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ مهر ۴, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ، د سپتمبر د مياشتي ۲۶مه نيټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۹۶ ورځ ده. د کال پاي ته ۹۶ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12gmK
انځور: Rob Stark - Fotolia.com/DW

نن ورځ په تاريخ کي د نړۍ مهمي پيښي:

 

په 1777 ميلادي کال کي په دغه ورځ د امريکا د انقلاب په ترڅ کي برتانوي ځواکونو د، فيلاډيلپيا، ښارلاندي کړ.

 

د 1789 ميلادي کال د ستمبر د مياشتي پر ۲۶ نېټه توماس جيفرسن، د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د لومړي وزير او جون جي، د لومړي قاضي القضات په توګه وټاکل سول.

 

په 1850 ميلادي کال کي په دغه ورځ، فرانسې د رسنيو پر آزادي محدوديت ولګاوه.

 

د 0195 ميلادي کال په دغه ورځ د ملګرو ملتونو ځواکونو د کوريا پلازمېنه، سويل بيرته تر خپلي ولکي لاندي راوست.

 

د 1989 ميلادي کال په دغه ورځ د پخواني شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزير، ايدوارد شورنادزي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډي ته وويل، چي د ټولو کيماوي وسلو د له منځه وړولو او يا په راکمولو کي د امريکا متحده ايالاتو سره مرسته وکړي.