1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ مهر ۱۹, سه‌شنبه

نن د سه شنبي ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۱۱مه نيټه او د ۲۰۱۱ کال ۲۸۴ ورځ ده. د کال پاي ته ۸۱ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12qBd
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

د ۱۸۲۸ميلادي کال په دغه ورځ روسیې، فرنا چي اوس د بلغاریا یو برخه ده ونیوله.

د ۱۹۳۳ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه د لاتیني امریکې هیوادونه د رویدي جینرو تړون لاسلیک کړ، چي له مخي یې دغه هیوادونه د یو بل په وړاندي د جګړې د نه کولو موافقه وکړه.

د ۱۹۴۶ميلادي کال په دغه ورځ، روسیې اعلان وکړ چې د ارتور د ساحل سل کلن اشغال ته به د پای تګی کیږدي او د دغي سیمي واک به چین ته وسپاري.

د ۱۹۸۴ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه امریکایې ښځي کیتي سولیفن په فضا کې قدم ووهه. په دې ترتیب سره نو هغه لومړۍ امریکايي ښځه وه، چي په فضا ته ختلې.

د ۱۹۹۶کال په دغه ورځ امریکايي ځواکونه د بوزنیا څخه ووتل.

د۱۹۹۹ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه اسرائیلي چارواکو وویل، چي دوی د کیوبا څخه 400 یهودیان اسرائیلو ته راوستلي دي.

د۲۰۰۴ميلادي کال په دغه ورځ د ملګرو ملتونو د اټومې وسلو د څار سازمان اعلان کړی، چي د عراق د اټومي اډو په اړه اندیښنه څرګنده کړي. دغه سازمان هغه وخت وویل، چي اندیښنه لري عراق په دغه اډو کي د اټومي وسلو د تولید هڅي کوي.

د ۲۰۰۶ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه جاپان له شمالي کوریا څخه پر ټولو وارداتو بندیز ولګاوه.

د ۲۰۰۸ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه په چیچین کي د یوې قوي زلزلي له کبله ۱۲کسان ووژل سول او ډیری ښونځي، روغتونونه او نور تعمیرونه ویجاړ سول.

د۲۰۱۰ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۱۱ نېټه ناټو ځواکونو وویل، چې کیدای سي امریکايي ځواکونو د یوې برتانوی وکړي د ژغورني د عملیاتو په ترڅ کي هغه په ناپامۍ کي وژلې وي. د انګلستان لومړي وزیر د عملیاتو ملاتړ وکړی او وویل، چې د دغو عملیاتو اجازه يې ورکړې وه.

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکی: نجيب الله زیارمل