1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ آبان ۳, سه‌شنبه

نن د سه شنبي ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۲۵مه نيټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۹۸ ورځ ده. د کال پاي ته ۶۷ ورځي پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12ymY
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

د ۱۶۱۶م کال پرهمدي ورځ هالندې کیشۍ چلوونکي، دیرک هارتوګ، استرالیا کشف کړه.

د ۱۷۹۴م کال پر نني ورځ روسيې د فرانسي په وړاندې جګړه پای ته ورسوله.

د ۱۹۰۹م کال د اکتوبر په ۲۵مه نيټه د کوریا لخوا د جاپان د شهزاده وژني په کوریا کې د جاپان د دیکتاورۍ د رامنځ ته کیدو لامل شوه.

د ۱۹۳۶م کال پر همدي ورځ آلمان او ایټالیا د روم-برلین قطب جوړ کړ.

د ۱۹۴۱م کال دغه ورځ د دویم نړیوالې جګړې په ترڅ کې آلمان د پخواني شوروي په وړاندې حملې کې ماتې وخوړه.

د ۱۹۵۶م کال پر نني ورځ مصر، جوردن او سوریا مشترک پوځ جوړ کړ.

د ۱۹۸۹م کال پر همدي ورځ د پخواني شوروي مرکزي بانک اعلان وکړ چې بهرنیو ته به د روبل په ارزښت کې ۹۰ سلنه تنزیل رواړل سي.

د ۱۹۹۶م کال د اکتوبر پر ۲۵مه طالبانو ادعا وکړه چې په افغانستان کې یې د کابل څخه وروسته یو بل ښار هم نیولی دی.

د ۲۰۰۴ کال پر دغه ورځ په عراق کې د صدام حسین له یوي پخوانۍ پوځي اډې څخه ډیری چاودیدونکي مواد ترې تم شول. د صدام حسین د واکمنۍ پر وخت له دغې پوځي اډې څخه د اتمي وسلو د جوړلو د هڅو په لاره اچولو لپاره کار اخیستل کیده.

د ۲۰۰۹م کال پر دغه ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې د دوه موټر بمونو د چاودني له امله څه نا څه ۱۴۷ کسان ووژل شول. د دغې چاودني وروسته د عراقي ځواکونو د وړتیاوو په اړه نوې پوښتنې رامنځ ته شوې.

د ۲۰۱۰م کال د اکتوبر په ۲۵مه نيټه افغان ولسمشر، حامد کرزي، ومنله چې د ایران څخه یې په میلیونونه نقد ډالر تر لاسه کړي دي. کرزي دغه خبره هم وکړه چې واشنټن هم هغه ته د پیسو بیکونه ورکوي ځکه چې د هغه حکومت پیسو ته اړتیا لري.

اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل