نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ آبان ۷, شنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۸۶۳م کال پر همدې ورځ په جینیوا کې د سره صلیب بنسټ کیښودل شو.
د ۱۸۸۱م کال پر ننې ورځ د جاپان لومړۍ ملي سیاسي ګوند جوړ شو.
د ۱۹۰۱م کال پر دغه ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، ویلیم مکنیلي، وژونکی اعدام شو.
د ۱۹۲۳م کال پر ننې ورځ د ترکيې جمهوریت اعلان شو.
د ۱۹۴۲م کال د اکتوبر په ۲۹مه نازیانو ۱۶۰۰۰ یهودیان د روسيې په پنسک کې ووژل.
د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ فلسطیني ګوریلا ګانو یوه المایۍ الوتکه برمته کړه او د برمته شویو کسانو د آزادولو په بدل کې یې د درې فلسطینیانو د آزادولو غوښتنه وکړه.
د ۱۹۹۳م کال پر ننې ورځ هندې ځواکونو پر مسلمانو لاریون کوونکو د اوښکې بهیونکې ګاز څخه کار واخیست ترڅو یوه مسجد ته د هغو له ننوتې څخه مخنیوی وکړي. په دغه مسجد کې د دوه اونیو څخه یو شمیر یاغیان محاصره شوي ول.
د ۱۹۹۵م کال پر همدغه ورځ د جنوبي افریقا چارواکو د دغه هیواد د پخواني دفاع وزیر د نیولو امر صادر کړ. هغه بیا وروسته د قتل په جرم تورن شو.
د ۱۹۹۹م کال د اکتوبر په ۲۹مه یوه سړي اقرار وکړ چې د پنځه کلونو په جریان کې یې ۱۴۰ کولمبیایې ماشومان وژلي.
د ۲۰۰۰م کال پر همدغې ورځ د آلمان په دوزیلدوف کې څه نا څه ۳۰۰۰۰ کسانو د نوي نازیانو په وړاندې لاریون په لاره واچوه.
د ۲۰۰۲م کال پر ننې ورځ د ویتنام په هو چې مین ښار کې د اور له امله ۵۴ کسان ووژل شول او ۱۰۰ نور ټپیان شول.
د ۲۰۰۶م کال د اکتوبر په ۲۹مه نیټه د يوې نایجیریایې الوتکې د غورځیدو له امله ۹۶ کسان ووژل شول.
د ۲۰۰۸م کال پر ننې ورځ په پاکستان کې یوې زلزلې ۲۱۵ کسان ووژل.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی