1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاريخ کي

۱۳۹۰ آبان ۸, یکشنبه

نن د يکشنبې ورځ، د اکتوبر د مياشتي ۳۰مه نيټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۰۳مه ورځ ده. د کال پای ته ۶۲ ورځي پاته دي.

https://p.dw.com/p/131uS
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:

د ۱۲۷۰ميلادي کال په ننۍ ورځ اتمه او وروستي صليبي جګړه پيل شوه.

د ۱۸۱۷ميلادي کال پرهمدې ورځ سيمون بوليوار په وينزويلا کي آزاد دولت جوړ کړ.

د ۱۹۲۸ميلادي کال د اکتوبر پر ۳۰مه په برلين کي په تلويزون کي په امتحاني توګه د ولاړو عکسونو نشرول پيل سول.

د ۱۹۳۰ميلادي کال په دغه ورځ په انقره کي د ترکيې او يونان تر منځ د دوستۍ تړون لاسليک شو.

د ۱۹۵۳ميلادي کال پر نني ورځ امريکايي جنرال، ګيورګ مارشال، ته د سولي د نوبل جايزه ورکړل شوه.

د ۱۹۵۶ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۳۰ نېټه، برتانيې او فرانسې پر مصر او اسرائيلو باندي د ډزبندۍ ږغ وکړ او د اوربند د ساتلو له پاره يې وخت وټاکه.

د ۱۹۶۳ميلادي کال د اکتوبر په ۳۰مه نيټه الجريا او مراکو د سرحد د شخړي په سره د سولي تړون لاسليک کړ.

د ۱۹۸۳ميلادي کال پر همدي ورځ ختيځه ترکيه يوې سختي زلزلې ولړزوله، چي په ترڅ کي يي ۱۳۰۰تنه انسانان ووژل شول.

د ۱۹۹۹ميلادي کال د اکتونبر د مياشتي پر ۳۰ ورځ د ختيځ تيمور څخه د اندونيزيا د پوځونو وروستۍ کښتۍ ووته او دغه شان پدغه هيواد کي ۲۴کلن خونړۍ پوځي مداخلې ته د پای ټکی کښېوول سو او اوس آزاد ملت دی.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل