1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ مهر ۸, جمعه

نن د جمعې ورځ، د سپتمبر د میاشتې ۳۰ مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۲۷۳ ورځ ده. د کال پاې ته ۹۲ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/12jbT
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

1942: نازیان د روسیي په لیننګراد کې مخ په وړاندی ولاړل. کابو ۹۹۰ روسیې الوتکې ویجاړې شوي او همدا شان ۷۷ المانې الوتکې هم له منځه ولاړې.

1946: نړیوالې پوځي محکمې د المان په نیورنبیرګ ښار کې ۲۲ نامتو نازیان په جګړه کې د جرمونو په تور ګرم وبلل. د هغوې د جملې څخه ۱۱ تنه د مرګ په سزا محکوم شول.

1958: پخواني شوروي اتحاد د هستوي وسلو ازموینه بیا د سره پیل کړه.

1971: د امریکا متحده ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد داسې تړونونه سره لاسلیک کړل چې هدف یې د تصادفي اتومې جګړې مخه نیول وو.

1948: د مصر یوې محکمې ۱۰۷ تنه سخت دریځه مسلمانان په دې تور زندان ته ولیږدول چې په ۱۹۸۱م کال کې یې د، انور سادات تر ترور وروسته د اسلامي رژیم د رامنځته کولو لپاره کوښښ کاوه.

1990: پخواني شوروي اتحاد او جنوبي کوریا په بشپړه توګه خپلې دیپلوماتیکي اړیکي بیرته ورغولې.

1993: په دغه ورځ هندوستان یوې زورورې زلزلې ولړزاوه چې په ترڅ کې یې ۱۰ زره تنه انسانان ووژل شول، ۶۷ کلې ویجاړ شول او تر ۱۲۰ زرو زیات انسانان بې کوره شول.

1996: طالب یاغیانو د افغانستان دوه شمالي ولایتونه تر خپل ولکې لاندې راوستل.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش