1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

نن د شنبې ورځ، د نومبر د میاشتې ۱۹مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۲۳ ورځ ده. د کال پاې ته ۴۲ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/13Db2
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۸۰۷م کال پر همدې ورځ فرانسې په پرتګال یرغل وکړ.

د ۱۸۹۹م کال پر ننې ورځ د انګلیسي جنرال، ریګنالډ وینګیټ، له خوا د سوډان خلیفه د سپین نیل تر څنګ ووژل شو.

د ۱۹۴۲م کال پر همدغه ورځ په دوهمه نړیواله جګړه کې د روسیي پوځونو په سټالینګراد باندې د متقابلې حملې وروسته الماني پوځونه محاصره کړل.

د ۱۹۷۷م کال د نومبر د میاشتې په ۱۹مه نیټه د مصر ولسمشر ، انورسادات، د لمړي ځل لپاره د سولې د پروسې په ترڅ کې اسراییلو ته سفر وکړ. اسراییلو ته په رسیدو د سیاسي مشران له خوا د هغه تود هر کلی وشو.

د ۱۹۷۹م کال پر همدې ورځ مسلمانانو تندلارو په عربستان کې اسلام د مقدس ترینه ځایې تر خپل ولکي لاندې راوست، چې بیا وروسته له دغه ځایه په شا کړای شول.

د ۱۹۹۲م کال ننې ورځ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې یو ځانمرګي بریدګر د چاودیدونکو توکو یوه ډکه لارې د مصر د سفارت تر څنګ وچوله چې په پایله کې یې ۱۵ تنه ووژل شول.

د ۲۰۰۹م کال د نومبر د میاشتې په ۱۹مه نیټه د ملګرو ملتونو ادارې «یونیسیف» د نړې والو څخه د مرستې غوښتنه وکړه او په وینا یې لا اوس هم ۱ ملیارد ماشومان د خوارکي توکو، سر پناه او د څښاک د پاکو اوبو څخه محرومه دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش