1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ، د نومبر د میاشتې ۲۰مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۲۴ ورځ ده. د کال پاې ته ۴۱ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/13DsY
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۶۱۶م کال په ننې ورځ، کاردینال ریشلیو، د فرانسې د بهرنیو چارو او د جګړې د وزیر په توګه وټاکل شو.

د ۱۸۱۸م کال په همدې ورځ، سیمون بولیوار، په رسمي توګه د وینزویلا څخه د هسپانیې خپلواکي اعلان کړه.

د۱۹۱۰م کال د نومبر په شلمه په مکسیکو کې د فرانسیسکو اول په مشرې انقلاب پیل شو.

د ۱۹۲۴م کال پر همدې ورځ په ترکیه کې د کردانو بغاوت وځپل شو.

د ۱۹۴۷م کال پر ننې ورځ د انګلستان ملکې الیزبت د فلیپ ماونټ بیټن سره واده وکړ.

د ۱۹۷۵م کال په همدغه ورځ، جنرال فرانسیسکو فرانکو، مري او دوه ورځې وروسته د هغه لمسی د هسپانیې پاچا کیږي.

د ۱۹۷۷م کال د نومبر په شلمه انور سادات هغه لمړنې عرب مشر وو چې د اسراییل پارلیمان ته یې خپله وینا واوروله. هغه په خپله وینا کې وویل مصر د سولې لپاره خپلې هڅې کوي.

د ۱۹۹۰م کال پر ننې ورځ د عراق ولسمشر صدام حسین، کویت ته د نورو ۲۵۰ زرو اضافي پوځونو د لیږلو امر وکړ.

د ۲۰۰۱م کال په ننې ورځ د هغوي څلورو بهرنیو ژورنالیستانو جسدونه د خپلو ملګرو له خوا وپیژندل شول چې د جلال آبا او کابل تر منځ د سفر پر وخت د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي ول.

د ۲۰۰۷م کال د نومبر په ۲۰مه په پاکستان کې د پاکستان د هغه وخت ولسمشر، جنرال پرویز مشرف، له خوا د بیړنۍ حالت تر اعلانیدو وروسته کابو ۳۰۰۰ تنه تر نیولو وروسته زندانانو ته ولیږدول شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل