1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۴, جمعه

نن د جمعې ورځ، د نومبر د میاشتې ۲۵مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۲۹ ورځ ده. د کال پاې ته ۳۶ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/13H3V
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۷۵۸م کال پر همدې ورځ د فرانسې او هندوستان په جګړه کې برتانوي ځواکونو سینګال ونیوه.

د ۱۹۴۲م کال پر دغه ورځ د مسکو له لوري د یو رسمې اعلامیې په ترڅ کې خبر ورکړل شو چې نور ۱۵ زره الماني سرتیري نیول شوي او۶ زره وژل شوي دي. د سټالینګراد د ۷ ورځو په جګړه کې د نیول شوو الماني سرتیرو شمیر ۵۱ زره او د وژل شوو شمیر ۴۷ زرو ته لوړ شو.

د ۱۹۶۷ پر ننې ورځ د کولمبیا په یوه ښار کې د حشراتو وژونکو درملو باندې د ککړې ډوډې د خوړو له امله ۶۵ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ د یونان ولسمشر، ګیورګ پپډیپلوس، د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کې د واکه وغورځول شو.

د ۱۹۷۵م کال د نومبر د میاشتې په ۲۵مه نیټه هالنډ، سورینام، ته خپلواکي ورکړه.

د ۱۹۷۷م کال پر همدغه ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اسراییل له لوري د عربي خاورې اشغال وغنده.

د ۱۹۹۸م کال پر ننې ورځ د چین ولسمشر، جیانګ زمن، ټوکیو ته په رسمي سفر ورسید. د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته هغه لمړې چینایي ولسمشر وو چې جاپان ته یې سفر کړی وو.

د ۲۰۰۱م کال پر همدې ورځ امریکایي سرتیري په افغانستان کې ښکته شول په داسې حال کې چې طالبان په کندوز کې محاصره شوي ول.

د ۲۰۰۷م کال د نومبر د میاشتې په ۲۵مه نیټه د پاکستان پخوانې صدراعظم، نوازشریف، د څو کلونو د جلا وطنې وروسته بیرته پاکستان ته ستون شو او د پاکستان په ولسمشر، پرویز مشرف، یې غږ وکړ چې په هیواد کې نافذ شوي بیړنۍ حالت پای ته ورسوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش