1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۵, شنبه

نن د شنبې ورځ، د نومبر د میاشتې ۲۶مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۳۰ ورځ ده. د کال پاې ته ۳۵ ورځې پاتي دي.

https://p.dw.com/p/13HmK
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۷۱۶م کال پر همدې ورځ د لمړي ځل لپاره یو زمری په امریکا کې نندارې ته وړاندې شو.

د ۱۸۵۷م کال پر ننې ورځ د آسترالیا لمړنی پارلیمان په میلبورن کې پرانیستل شو.

د ۱۹۲۲م کال د نومبر د میاشتې په ۲۶مه نیټه په مصر کې د پاچا، توت عنخ آمون، مقبره پرانیستل شوه.

د ۱۹۳۹م کال پر همدې ورځ روسیي پر فنلنډ باندې برید وکړ.

د ۱۹۶۷م کال پر ننې ورځ په پرتګال کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر ۲۵۰ تنو ته ورسید.

د ۱۹۷۸م کال پر همدغه ورځ په ایران کې مذهبي او سیاسي مشرانو د شاه د راپرځولو په هڅو کې یو لویي لاریون تر سره کړ.

د ۱۹۸۶م کال پر ننې ورځ د ایران له لوري یو توغول شوی توغندی د عراق د بغداد د اوسیدني په یوه سیمه کې ولیږد چې په پایله کې یې ۴۸ تنه ووژل شول او نور ۵۲ تنه ټپیان شول.

د ۱۹۸۷م کال د نومبر د میاشتې په ۲۶مه نیټه په فلیپین کې د ګردبادونو له امله ۲۷۰ تنه ووژل شول او ۱۴ زره کورونه ویجاړ شول.

د ۱۹۹۰م کال پر ننې ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت د شوری پنځه مستقل غړي د کمبوډیا د سولي د پلان په سر موافقې ته ورسیدل.

د ۱۹۹۵کال کې د یاغیانو له لوري پر کابل باندې د جیټ الوتکو د بمباریو په پایله کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۱۴۰ تنه ټپیان شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی:مسعود جهش