1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ د دسمبر د میاشتې ۱۱ نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۴۵ ورځ ده. د کال پای ته ۲۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13QkV
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۹۲م کال په ننې ورځ د فرانسې پر پاچا لیوس شپاړسم د درغلیو تور ولګید، چې بیا څه موده وروسته په دار وځړول شو.

د ۱۹۳۶م په همدې ورځ، جورج شپږم د انګلستان پاچا شو.

د ۱۹۴۶م کال پر همدغه ورځ په دوهمه نړیواله جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو د آلمان او ایټالیې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

د ۱۹۴۶م کال پر ننې ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو سره د مرستې اداره، یونیسف، تأسیس شوه.

د ۱۹۹۰م کال د دسمبر د میاشتې په یوولسمه نیټه البانیا اعلان وکړ چې د آزادو سیاسي ګوندونو تشکیل ته به اجازه ورکړي.

د ۱۹۹۷م کال پر همدې ورځ روانډا ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر تر رسیدو څو ساعته وروسته، یاغیانو پر یو کلي برید وکړ او لږ تر لږه یې ۲۳۱ تنه ووژل.

د ۲۰۰۷م کال د دسمبر په یوولسمه د الجریا په پلازمینه کې د ملګرو ملتونو د دفتر او نورو دولتي ودانیو تر څنګ دوه لارې چې بمونه په کې ځای پر ځای کړل شوي وو، وچاودیدې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل شول او کابو ۲۰۰ تنه ټپیان شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل