1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ د دسمبر د میاشتې ۱۸مه نیټه او د ۲۰۱۱م کال ۳۵۲ ورځ ده. د کال پای ته ۱۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13V71
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:

د ۱۵۵۹م کال پر نن ورځ ،ملکې الزبت اول، د سکاټلنډ هیواد ته مرستې واستولې.

د ۱۸۶۵م کال پر همدې ورځ د امریکا په متحده ایالاتو کې په رسمي توګه غلامي منع کړل شوه.

د ۱۹۵۶م کال پر نن ورځ جاپان د ملګرو ملتونو سره یو ځای شو.

د ۱۹۵۸م کال د دسمبر په اتلسمه لمړنۍ مخابراتي سپوږمکۍ د امریکا په متحده ایالاتو کې په کار پیل وکړ.

د ۱۹۶۹م کال پر همدې ورځ د انګلستان پارلمان د قاتل لپاره د مرګ سزا لغوه کړه.

د ۱۹۷۲م کال پر ننې ورځ د ویتنام په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو په شمالي ویتنام درنه بمباري پیل کړه چې بیا ۱۲ ورځې وروسته دغه بمباري ودرول شوه.

د ۱۹۷۳م کال پر همدغه ورځ سوریې په جینوا کې د منځني ختیځ په اړه د سولې په خبرو اترو کې د برخې اخیستو څخه ډډه وکړه.

د ۱۹۹۹م کال د دسمبر په اتلسمه د تامل پړانګونو له خوا په ځانمرګي برید کې د سري لنکا ولسمشر، چندریکا کوماراټونګا، خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه، ۳۳ تنه ووژل شول او نور ۱۳۷ تنه ټپیان شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل