نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ بهمن ۷, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۳۴۰م کال پر همدې ورځ د انګلستان، ایډوارډ دریم، ځان پخپله د فرانسې د پاچا په توګه اعلان کړ. دغه ادعا د څو سوو کلونو د جنګ په پایله تمامه شوه. تر ۱۸۰۱م کاله پورې به د انګلستان پاچاهانو ځان د فرانسې د پاچا په نوم یادوه.
د ۱۶۹۵م کال پر نن ورځ د احمد دوهم تر مرګ وروسته مصطفی دوهم د ترکیې د سلطان په نوم ونومول شو.
د ۱۸۲۲م کال پر همدغه ورځ په رسمي توګه د یونان خپلواکي اعلان شوه.
د ۱۹۴۴م کال د جنورې د میاشتې په ۲۷مه نیټه آلمان د لیننګراد محاصره ماته کړه. دغه کلابندي چې ۸۷۲ ورځې وخت یې دوام وکړ، پکښې ۶۵۰ زره خلک ووژل شول.
د ۱۹۶۴م کال پر همدې ورځ فرانسې د چین سره دیپلوماتیکي اړیکي ټینګې کړې.
د ۱۹۸۱م کال د انډونیزیا یوه مسافر وړونکي کښتې د اور لګیدنې وروسته د جاوا په سمندر کې ډوبه شوه چې پکښې ۵۸۰ تنه ووژل شول.
د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ د ایتلافي ځواکونو یوې الوتکې د عراق په دوهم ښار، بصره، باندې بمباري وکړه.
د ۱۹۹۶م کال پر همدغه ورځ د نایجیر لومړنې ټاکل شوی ولسمشر د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د واکه لری کړای شو او د پوځ قوماندان، باري مایناسارا ابراهیم، د قدرت واګې په لاس کې واخیستې.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش