1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۱, سه‌شنبه

نن د سه شنبې ورځ د مارچ د میاشتې ۲۰مه نیټه، د ۲۰۱۲م کال ۸۰مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۸۶ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14O7q
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۴۹م کال پر همدې ورځ په هندوستان کې د سکهانو او انگلیسانو تر منځ دوهمه جگړه پیل شوه.

د ۱۹۱۶م کا پر نن ورځ ملاتړي د ترکیې پر ویشلو موافقې ته ورسیدل.

د ۱۹۵۶م کال پر همدغه ورځ فرانسې د تونس خپلواکي په رسمي توگه ومنله.

د ۱۹۷۲م کال پر همدې ورځ په جاپان کې ۱۹ تنه غره ختونکي د واورې د ښویدو له امله ووژل شو.

د ۱۹۸۹م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۰مه نیټه یاسر عرفات د اسرئیلو دولت په لویدیځ اردن کې د تاوتریخوالي په غځیدو تورن کړ.

د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ نامیبیا د یوه خپلواکه هیواد په توگه وپيژندل شوه.

د ۱۹۹۱ پر همدې ورځ خالده ضیا د بنگله دیش لومړی وزیره شوه.

د ۱۹۹۴م کال پر نن ورځ په تونس کې څو گوندي پارلمان وټاکل شو.

د ۲۰۱۱م کال پر همدغه ورځ پر لیبیا باندې د ناټو د برید پر دوهمه ورځ معمر القذافي د اوږدې جگړې خبره وکړه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش