1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه

نن د سه شنبې ورځ د مارچ د میاشتې ۲۷مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۸۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۷۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14SgU
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۵۸م کال پر همدې ورځ نیکیتا خروشف د روسیې لومړی وزیر شو. پر دې سربیره هغه د کمونست گوند اول سیکرتر هم وو.

د ۱۹۶۰م کال پر نن ورځ د عراق لومړي وزیر جنرال قاسم د فلسطین اردو تأسیس کړه.

د ۱۹۶۴م کال پر همدغه ورځ په الاسکا کې زلزلې ۱۱۴ تنه ووژل.

د ۱۹۷۰م کال د مارچ د میاشتې پر ۲۷مه نیټه څو زلزلو په ترکیه کې د ۱۰۸۷ کسانو ژوند واخیست او شاوخوا ۹۰ زره تنه بې کوره شول.

د ۱۹۷۶م کال پر همدغه ورځ جنوبي افریقا له انگولا څخه خپل پوځونه را وویستل.

د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ کوماندو په سنگاپور کې پر یرغمل شوې الوتکه هجوم وروړ او څلور واړه پاکستاني یرغمل نیونکي ئې ووژل. په دغه الوتکه کې ۱۲۰ تنه مسافر سپاره ول.

د ۱۹۹۶م کال پر همدغه ورځ د مصر یوې یرغمل نیونکې ډلې د مصر د هوایي شرکت یوه الوتکه چې د جدې څخه لیبیا ته روانه وه وتښتوله.

د ۲۰۰۴م کال پر همدې ورځ په تائیوان کې شاوخوا ۵۰۰ زرو خلکو د ولسمشرۍ ماڼۍ محاصره کړه او لوی لارې ئې بندې کړې تر څو د تر سره شوو شخړه ییزو ټولټاکنو پر وړاندې احتجاج وکړي.

د ۲۰۰۹م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په پاکستان او افغانستان کې د القاعدې ترهگرې شبکې د ځپلو له پاره افغانستان ته د نورو اضافي پوځونو او مشاورینو د لیږلو خبره وکړه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل