1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبه

نن د شنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۷مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۹۸مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۶۸ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14ZFJ
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۵۰۹م کال پر نن ورځ فرانسې له ونیز سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۸۹۷م کال پر همدې ورځ ترکیې له یونان سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۹۳۹م کال پر همدغه ورځ ایټالیې پر البانیا برید وکړ.

د ۱۹۳۹م کال د اپریل د میاشتې پر اوومه نیټه په دویمه نړیواله جگړه کې بریتانوي ځواکونو د بنغازي بندر خالي کړ.

د ۱۹۴۸م کال پر نن ورځ ملگرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان تأسیس کړ.

د ۱۹۷۶م کال د اپریل د میاشتې پر اوومه نیټه د چین د لومړي وزیر مرستیال دنگ ژيائوپينگ، له دندې گوښه کړای شو او هوآگوئوفنگ د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.

د ۱۹۸۷م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر رونالد ریگن اعلان وکړ چې تر هغې به امریکایي دیپلوماتان په مسکو کې خپل سفارت ته ولاړ نه شي، تر څو چې دا خبره یقیني شوي نه وي چې دوې ته په پټه غوږ نه نیول کیږي.

د ۱۹۸۸م کال پر همدې ورځ ایران او یو عراق د یو بل پر هیوادونو بمبارې وکړې چې په ترڅ کې ئې یو شمیر انسانان ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش