1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

نن د سه شنبې ورځ د اپریل د میاشتې لسمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۰۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۶۷ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14a57
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۱۹م کال پر همدغه ورځ په مکسیکو کې د یوه پوځي کمین په ترڅ کې امیلیانو ساپاتا، ووژل شو.

د ۱۹۵۹م کال پر نن ورځ د جاپان شهزاد آکي هیتو له یوه غیرې اشرافي نجلې میشیکو شودا، سره واده وکړ.

د ۱۹۷۶م کال پر همدې ورځ په غزې تراړه کې د لاریونو سربیره اسرائیلو ټاکنې پر لار واچولې.

د ۱۹۸۶م کال د اپریل د میاشتې پر لسمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو د نوادا په صحرا کې د اتومي بم ازموینه تر سره کړه.

د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ د فلسطین یوې ترهگرې ډلې ابو نیدال، د دوه نیمو کالو وروسته یوه فرانسوی میرمن، د هغه خاوند او دوه لورگانې آزادې کړې.

د ۱۹۹۳م کال پر نن ورځ د جنوبي افریقا یو نامتو تورپوستی مشر کرس هاني، ووژل شول.

د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ د ملگرو ملتونو د اتومي وسلو څیړونکو راپور ورکړ چې ښایي عراق د اتومي وسلو پر جوړولو کار کوي.

د ۲۰۰۰م کال د اپریل د میاشتې پر ۱۰مه نیټه د جنوبي او شمالي کوریا مشران په دې راضي شول چې د لومړي ځل له پاره د جون په میاشت کې وویني. دا دواړو هیوادونو د اړیکو د پرمختگ له پاره یو لوی گام وو.

د ۲۰۰۸م کال پر همدې ورځ په نیپال کې وروسته له ۹ کلونو څخه ټاکنې تر سره شوې.

د ۲۰۱۰م کال پر نن ورځ د پولنډ ولسمشر د خپل هیواد د یو شمیر پوځي او سیاسي مشرانو سره یو ځای د الوتکې د رالویدو په پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل