1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه

نن د پنجشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۱۲مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۰۳مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۶۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14bff
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۱۵م کال پر همدې ورځ اتریش له نیپال سره د جگړې اعلان وکړ. د نیپال پاچا یواخیم مرات روم ولکه کړی وو.

د ۱۸۵۰م کال پر نن ورځ فرانسوي ځواکونو روم ونیوه.

د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر روزولت د ۶۳ کلنۍ په عمر کې د مغزي سکتې له امله ومړ. هرې ترومن د هغه د ځای ناستي په توگه لوړه وکړه.

د ۱۹۶۱م کال د اپریل د میاشتې پر دولسمه نیټه روسی فضانورد، یوري گورگین لومړی تن وو چې فضا ته ئې سفر وکړ.

د ۱۹۶۶م کال پر همدې ورځ متحده ایالاتو د شمالي ویتنام پر وړاندې د لومړي ځل له پاره هوایي بریدونه پیل کړل.

د ۱۹۸۳م کال پر نن ورځ هارولد واشنگټن د شکاگو لومړنی تورپوستی ښاروال وو.

د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ ناټو د بوزنیا د هوایي قلمرو د کنترولو پلان پیل کړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل