1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه

نن د چهارشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۱۸مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۰۹مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۷ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14fb1
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۶۳م کال پر همدې ورځ عثماني امپراطورې له اتریش سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۷۹۷م کال پر نن ورځ فرانسې او اتریش اوربند لاسلیک کړ.

د ۱۹۰۶م  کال پر همدغه ورځ سن فرانسیسکو کې زلزلې او اور شاوخوا ۴۰۰۰ تنه ووژل او د ښار ۷۵ سلنه برخه کابو له منځه ولاړه.

د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ رابرټ گیټس د متحده ایالاتو د استخباراتي شبکې  CIA د معاون په توگه وټاکل شو.

د ۱۹۹۴م کال د اپریل د میاشتې پر اولسمه نیټه لبنان له ایران سره اړیکې پرې کړې.

د ۱۹۹۴م کال پر همدغه ورځ د استرالیا د کرکیټ توپ وهونکي په یواځې سر په یوه ورځ کې ۳۷۵ منډې وکړې او نړیوال ریکارډ ئې جوړ کړ.

د ۲۰۱۱م کال پر نن ورځ د اندونیزیا د جاوا په ختیځه برخه کې د ځمکې د ښویدو له امله ۱۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش