نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:
د ۱۵۲۶م کال پر همدې ورځ د مغولو امپراطور بابر، د هندوستاني ابراهیم لودي لښکر له منځه یووړ.
د ۱۸۹۸م کال پر نن ورځ د هسپانیې او امریکا جګړه پیل شوه.
د ۱۹۱۴م کال پر همدغه ورځ امریکایي سمندري ځواکونو د مکسیکو ویرا کروز ونیوه. هغوی په دغه سیمه کې د شپږو میاشتو له پاره میشت پاته شول.
د ۱۹۶۰م کال پر نن ورځ بریزلیا د برازیل پلازمینه شوه.
د ۱۹۵۷م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۱مه نیټه د جنوبي ویتنام وروستی ولسمشر نیام ون تایو، له خپلې دندې څخه کوښه شو.
د ۱۹۲۶م کال پر همدې ورځ د انګلستان ملکه الیزابت دوه نړۍ ته راغله.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش