1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

نن د سې شنبې ورځ د اپریل د میاشتې۲۴ مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۱۵مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۱ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14jzQ
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:

د ۱۵۲۱م کال پر همدې ورځ هسپانیاوي یاغیانو ته په ویلار کې ماته ورکړل شوه او د هغوی مشران اعدام شول.

د ۱۷۰۴م کال پر نن ورځ په امریکا متحده ایالاتو کې لومړۍ داسې ورځپاڼه چاپ شوه چې هره ورځ ئې په منظم ډول خپرونه درلودله.

د ۱۹۸۹م کال پر همدغه ورځ هسپانې د امریکا پر وړاندې جگړه اعلان کړه.

د ۱۹۷۰م کال پر نن ورځ چین خپل لومړۍ سټلایت فضا ته واستوه.

د ۱۹۸۹م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۴مه نیټه یاغیانو د جلال آباد پر ښار برید وکړ او ۵۹ کسان ئې ووژل.

د ۱۹۹۹م کال پر همدې ورځ د لندن په یوه سیمه کې چې بنگلیدیشیانو پکښې ژوند کاوه یوه چاودنه وشوه چې په پایله کې ئې اوه کسان ټپیان شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش