1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

نن د چهار شنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۲۵ مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۱۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14kY2
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پېښې:


د ۱۷۰۷م کال پر همدې ورځ بریتانیاوي ځواکونو په هسپانیا کې ماته وخوړله.

د ۱۸۹۸م کال پر نن ورځ د امریکا متحده ایالاتو د هسپانې پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ که څه هم د هغه وخت د کمونست شوري مشر مکایل ګربچوف خپله استعفا وړاندې کړه خو د شوروي کمونست ګوند پریکړه وکړه چې هغه د هیواد د مشر په توګه وساتي.

د ۱۹۹۸م کال پر نن ورځ په میلیونونو نایجریایانو د ولسمشرۍ ټاکنې بایکاټ کړې.

د ۲۰۰۶م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۵مه نیټه یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکي په سریلانکا کې برید وکړ چې په پایله کې شپږ کسان ووژل شول او د دغه هیواد یو لوړ پوړی پوځي چارواکی ټپي شو.

د ۲۰۱۰م کال پر همدې ورځ د شمالی کوریا پولې ته نزدې د جنوبي کوریا یوه کښتۍ ډوبه شوه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل