نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۷۸۹م کال پر همدې ورځ جورج واشنگټن د متحده ایالاتو د لومړي ولسمشر په توگه لوړه وکړه.
د ۱۸۸۱م کال پر نن ورځ فرانسې پر تونس باندې برید وکړ.
د ۱۹۰۰م کال پر همدې ورځ هوایي، د متحده ایالاتو د خاورې برخه وگرځیده.
د ۱۹۷۵م کال پر نن ورځ د ویتنام د کمونست گوند ځواکونو سایگون ولکه کړ، او د ویتنام جگړې ته د پای ټکی کیښودل شو.
د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ د شوروي دولت وویل چې د چرنوبل په اتومي بټۍ کې د ناورین د رامنځ ته کیدو له امله ۱۸۷ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.
د ۱۹۹۱م کال د اپریل د میاشتې پر دیرشمه نیټه په بنگله دیش کې گردبادونو ۱۲۵ زره تنه ووژل.
د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر بل کلنټن، له ایران سره د تجارتي اړیکي پریکړې.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل