نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۵۲۲م کال پر همدې ورځ انگلستان له فرانسې او سکاټلینډ سره د جگړې اعلان وکړ.
د ۱۶۴۸م کال پر نن ورځ سکاټلینډیانو دویمه کورنۍ جگړه پیل کړه.
د ۱۸۱۹م کال پر همدغه ورځ په فرانسه کې د مطبوعاتو آزادي متعارفه کړای شوه.
د ۱۸۹۶م کال پر نن ورځ د ایران پاچا ناصرالدین قاجار د یوه تن له خوا ووژل شو.
د ۱۹۴۲م کال د مې د میاشتې پر لومړۍ نیټه په دویمه نړیواله جگړه کې جاپاني ځواکونو په برما کې د ماندالي سیمه ولکه کړه.
د ۱۹۶۰م کال پر همدې ورځ پخواني شوروي اتحاد د متحده ایالاتو دوه جاسوسي الوتکې راوغورځولې.
د ۱۹۸۹م کال پر نن ورځ د کمپوچیا دولت د دغه هیواد نوم په کمبوډیا واړوه.
د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ په سري لنکا کې تامل پړانگانو د دغه هیواد ولسمشر په یوه ځانمرگي برید کې وواژه.
د ۲۰۰۸م کال د مې د میاشتې پر لومړې نیټه د الجزیرې تلویزوني شبکې کمره مین په گوانتانامو کې د شپږ کاله بند د تیرولو وروسته آزاد کړای شو.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل