1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

نن پنجشنبه د مې د میاشتې دریمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۲۴مه ورځ ده. د کال پاې ته ۲۴۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14oQS
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۴۴۹م کال پر همدې ورځ کلمبوس جامیکا کشف کړه.

د ۱۶۶۰م کال پر نن ورځ د اولیویا د سولې سند لاسلیک شو چې له مخې ئې د برندینبورگ، بولند، استریا او سویدن تر منځ جگړه پای ته ورسیده.

د ۱۷۹۱م کال پر همدغه ورځ د پولند پارلمان په اروپا کې لومړی مدرنه اساسي قانون تصویب کړ.

د ۱۸۴۱م کال پر نن ورځ نوی زیلاند په رسمي توگه د انگلستان د مستعمرې په توگه ونومول شو.

د ۱۸۵۹م کال د مې د میاشتې پر دریمې نیټې فرانسې د استریا پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۹۸۸م کال پر همدې ورځ سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر رونالد ریگن میرمن له فال کتونکو څخه مرسته اخیسته او د خپل میړه چې د متحده ایالاتو ولسمشر وو، فعالیتونه ئې تنظیمول.

۲۰۰۶م کال پر همدې ورځ یوه امریکايي مسافر وړونکې الوتکه په تور سمندر کې ولویده. په دې الوتکه کې ۱۱۳ کسان سپاره ول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل