1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعه

نن جمعه د مې د میاشتې ۱۱ نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۳۲ ورځ ده. د کال پای ته ۲۳۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14tci
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۲۴م کال پر همدې ورځ بریتانوي ځواکونو په برما (اوسنی میانمار) کې رنگون لاندې کړ.

د ۱۹۴۹م کال پر نن ورځ ملگرو ملتونو اسرائیل په رسمیت وپیژند.

د ۱۹۴۹م کال د مې د میاشتې پر یوولسمه نیټه د سیام هیواد خپل نوم په تایلنډ واړوه.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ عربي هیوادونو او اسرائیل په منځني ختیځ کې د وسلو د سیلاب د مخنیوي په موخه خبرې اترې پیل کړې.

د ۱۹۹۳م کال پر همدغه ورځ په تایلنډ کې د نانځکو په یوه فابریکه کې د اور لگیدنې له امله لږ تر لږه ۱۸۸ تنه ووژل شول.

د ۱۹۹۶م کال پر همدې ورځ د بنگله دیش په شمال کې د گرد بادونو له امله تر ۶۰۰ زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۴ زره تنه ټپیان شول.

د ۱۹۹۸م کال پر نن ورځ هندوستان د ځمکې د لاندې درې اتومي ازموینې تر سره کړې. دا د ۱۹۷۴م کال وروسته لومړنې اتومي ازموینې وې چې هندوستان تر سره کړې.

د ۲۰۰۰م کال د مې د میاشتې پر ۱۱مه نیټه د یوې ماشومې چې پرې د آستا نوم کیښودل شو، له زیږدنې سره په رسمي توگه د هندوستان نفوس تر یو ملیارد واوښت.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش