1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبه

نن شنبې د مې د میاشتې ۱۲ نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۳۳ ورځ ده. د کال پای ته ۲۳۳ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14uGr
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۴۹م کال پر همدې ورځ روسیې د غربي برلین بندولو ته له یوولسو میاشتو وروسته د پای تکی کیښود.

د ۱۹۶۵م کال پر نن ورځ غربي المان له اسرئیلو سره اړیکې ټینگې کړې او عربي هیوادونو د بن له دولت سره خپلې اړیکې وشلولې.

د ۱۹۹۵م کال په همدې ورځ ملگرو ملتونو په بوزنیا کې خپلو سوله ساتو ځواکونو ته امر وکړ چې د خطر په صورت کې له ځانه څخه د دفاع کولو له پاره په شکمنو کسانو ډزې وکړي.

د ۲۰۰۲م کال پر نن ورځ د امریکا پخواني ولسمشر جیمې کارتر، کیوبا ته سفر وکړ او هلته ئې له فیدل کاسترو سره ولیدل.

د ۲۰۰۳م کال پر همدغه ورځ په چیچین کې دوه چاودنو لږ تر لږه ۷۵ کسان ووژل او ډیر نور ئې ټپیان کړل.

د ۲۰۰۸م کال پر همدې ورځ د چین په سیچوان ښار کې د زلزلې له کبله ۲۸۰۰۰ کسان ووژل شول او ۱۰۶۰۰ نور تر خاورو لاندې شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض