1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

نن یکشنبه د مې د میاشتې ۲۰مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۴۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۲۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14ywU
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۵۰۶م کال پر همدې ورځ کریستوف کولمب په هسپانیه کې ومړ.

د ۱۹۰۲م کال پر نن ورځ متحده ایالاتو د کیوبا اشغال پاې ته ورساوه.

د ۱۹۲۰م کال پر همدغه ورځ د مکیسکو ولسمشر ونوستیانو کارآنسا، د پلازمینې څخه تر وتلو وروسته د سیاسي مخالفینو له خوا ووژل شو.

د ۱۹۴۰ کال د مې د میاشتې پر شلمه نیټه د جگړې تر پیل لس ورځې وروسته الماني ځواکونه د فرانسې ساحل ته ورسیدل.

د ۱۹۸۳م کال پر همدې ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر رونالد ریگن، د څو کلونو وروسته د F-16 جیټ ډوله الوتکو اسرائیل ته په خرڅلاو لگول شوی بندیز لیرې کړ. دا بندیز هغه لگول شوی وو چې اسرائیل پر لبنان برید کړی وو.

د ۱۹۸۵م کال پر نن ورځ د درې تنو اسرائیلي پوځیانو په بدل کې ۱،۱۵۰ تنه لبنانيان او فلسيطنيان د اسرايلو له زندانونو څخه آزاد کړل شول.

د ۱۹۹۰م کال پر همدې ورځ په رومانیا کې د ۴۵ کلونو وروسته آزادې، رڼې او دموکراتیکه ټاکنې تر سره شوې.

د ۱۹۹۷م کال د مې د میاشتې په ۲۰مه نیټه د ترکیې پوځ اعلان وکړ چې د عراق په شمالي برخه کې ئې د یوې اونۍ په جگړه کې ۱۳۰۰ کوردان وژلي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش