1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

نن دوشنبه، د مې د میاشتې ۲۱مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۴۲ ورځ ده. د کال پای ته ۲۲۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14z9G
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۴۰م کال پر همدې ورځ نیوزیلنډ د بریتانیې د مستعمرې په توگه اعلان شوه.

د ۱۸۹۴م کال پر ننۍ ورځ صربستان د ۱۸۶۹م کال اساسي قانون بیرته بحال کړ.

د ۱۹۵۶م کال پر همدغه ورځ متحده ایالاتو د لومړي ځل له پاره هایدروجن بم وکاروه.

د ۱۹۶۷م کال پر نن ورځ په بروکسل کې په یوه پلورنځي کې د اور لگیدنې له امله تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل شول.

د ۱۹۸۴م کال د مې د میاشتې پر ۲۱مه نیټه د هندوانو او مسلمانانو تر منځ په فرقه ییزه شخړو کې شاوخوا ۱۰۸ تنه ووژل شول.

د ۱۹۹۱م کال پر همدغه ورځ په هندوستان کې راجیو گاندهي، د تامل جلا غوښتونکو له خوا په یوه ځانمرگي برید کې ووژل شو.

د ۲۰۰۳م کال پر همدې ورځ په الجیریا کې د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۲۰۰ تنه ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش