1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۳, چهارشنبه

نن چهارشنبه، د مې د میاشتې ۲۳مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۴۴مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۲۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/150MX
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۵۳م کال پر همدې ورځ د ارجنټاین اساسي قانون نافذ شو.

د ۱۹۱۵م کال پر نن ورځ ایټالیې د اطریش او هنگري سره د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۹۲۰م کال پر همدغه ورځ په اندونیزیا کې کمونست گوند تأسیس شو.

د ۱۹۶۹م کال پر نن ورځ په اندونیزیا کې د تاوتریخوالې له امله د مړو شمیر ۵۰۰ تنه ته ورسید.

د ۱۹۷۱م کال پر همدغه د ترکیې په ختیځ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ووژل شول.

د ۱۹۹۷م کال د مې د میاشتې پر ۲۳مه نیټه د ایران د ولسمشرې ټاکنې محمد خاتمي وگټلې.

د ۲۰۰۰م کال پر نن ورځ اسرائیلو د لبنان د سویل څخه خپل وروستی سرتیری راویست.

د ۲۰۰۲م کال پر همدې ورځ په هندوستان کې د تودوخې د درجې د لوړیدو له امله ۱۰۳۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د گرمې له امله زیاتره کسان د اندرا پردیش په ایالت کې مړه شوي ول.

د ۲۰۰۷م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو په نیو جرسي کې یوې ۶۰ کلنې میرمن دوه غبرگوني ماشومان وزیږول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش