نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبهاعلان
په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۹۰۴م کال پر همدې ورځ جاپاني ځواکونو په روسې کې دالمي سیمه ونیوله.
د ۱۹۲۵م کال پر نن ورځ بریتانیاوي ځواکونو په شانگهای کې ۱۳ مظاهره کوونکي ووژل.
د ۱۹۶۳م کال پر همدغه ورځ په پاکستان کې توفان د قربانیانو شمیره ۱۰۰۰۰ تنو ته لوړه شوه.
د ۱۹۹۱م کال پر نن ورځ په هسپانیا کې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.
د ۱۹۹۸م کال د مې د میاشتې پر ۳۰مه نیټه د افغانستان په شمال کې یوه زلزله وشوه او په زرگونو کسان ئې ووژل.
د ۲۰۰۶م کال پر همدغه ورځ اسرائیلو په غزه کې تر یوه کال وروسته خپل لومړني ځمکنې پوځي عملیات پیل کړل.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم