1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

نن یکشنبه، د جون د میاشتې دریمه نیټه او ۲۰۱۲م کال ۱۵۵مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۱۱ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/157Et
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۹۶م کال پر همدې ورځ روسیې او چین د ۱۵ کلونو له پاره د دفاعي چارو یو تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۵۹م کال پر نن ورځ سنگاپور خپله خپلواکمني اعلان کړه.

د ۱۹۶۳م کال پر همدغه ورځ پاپ جان درویشتم د ۸۱ کلونو په عمر ومړ.

د ۱۹۷۳م کال پر نن ورځ په فرانسه کې د الوتکو د الوتنې د نندارې د وړاندې کولو پر وخت یوه روسي الوتکه رانسکوره شوه چې په دغه پیښه کې ۱۳ تنه ووژل شول. په وژل شوو کې ۶ تنه د عملی کسان او ۷ فرانسوي وگړي ول.

د ۱۹۸۹م کال پر همدې ورځ چینایي ځواکونو د تیانمن په څلور لارې کې د دموکراسې پلوي غوښتونکو لاریون کوونکو باندې هجوم ور وړ او سلونو تنه ئې ووژل.

د ۲۰۰۱م کال د جون د میاشتې پر دریمه نیټه د نړیوال بانک اقتصاد پوه الیجاندرو تولیدو، د پیرو د ولسمشرۍ ټاکنې وگټلې.


د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح، د یاغیانو په یوه برید کې ټپي شو. دا برید د هغه پر ماڼۍ تر سره شوی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم