1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

نن سه شنبه، د جون د میاشتې ۵مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۵۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۰۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/158C7
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۹۵م کال پر همدې ورځ د دینمارک په کوپنهاګن کې اور ولګید.

د ۱۹۱۵م کال پر نن ورځ په دنمارک کې ښځو د رای اچولو حق تر لاسه کړ.

د ۱۹۶۷م کال پر همدې ورځ اسرائیلو پر مصر باندې هوایي برید وکړ او د دې هیواد ډیر هوایي تأسیسات ئې له منځه یوړل.

د ۱۹۶۸م کال د جون د میاشتې په څلورمه نیټه امریکایي سناتور رابرت ایف کیندي، د یوه وگړي له خوا وویشتل شو.

د ۱۹۹۷م کال پر همدې ورځ په الجزایرو کې د لومړي ځل د څو گوندونو تر منځ پارلماني ټاکنې وشوې.

د ۲۰۰۴م کال پر نن ورځ د امریکا پخوانۍ ولسمشر دونالد ریگن د یوې ناروغۍ له کبله ومړ.

د ۲۰۰۸م کال پر همدغه ورځ عربي اماراتو عراق ته د خپل د سفیر نوم اعلان کړ. دا د صدام حسین د رژیم تر راپرځیدو وروسته لومړنۍ عربي هیواد وو چې له عراق سره ئې یو خبلې دیپلوماتیکي اړیکې بیا ټینگې کړې..

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش